احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
ده د یوې سروې یا نظر پوښتنې حواله وکړه او ویې ویل چې په ښوونځیو کې دا نشه يي مواد خرڅېږي. اپریدي د نظر پوښتنې سرچینه هم یاده نه کړه
د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې د ډېسېبمر پر لسمه نېټه په پاکستان کې هم د بشري حقونو نړيواله ورځ ولمانځل شوه چې پکې خبرېالانو له پاکستاني حکومته د تحفظ غوښتنه وکړه.
پراک ـ د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر فېصل وايي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازی زلمي خليلزاد د پاکستان سفر پرمهال هېڅ شرطونه نه دې پرې ایښې او امريکا غواړي چې پاکستان دې د افغانستان مفاهمتي عمل کې خپل کردار ولوبوي.
د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل د یو ډالر نرخ یو سل دوه څلوېښت (۱۴۲) روپیو ته ختلی دی چې تيره ورځ یو سل څلورديرش (۱۳۴) روپۍ وو.
دا مهال په پاکستان د نوي (۹۰) اربه ډالرو نه زيات قرض پورې دې او هر کال په سوونو اربه روپۍ په ېادې قرضې د سود په مد کې ورکوي.
عمر زاخيلوال وايي،سيپېک پروژه د دې سيمې په پرمختګ کې مهم کردار لوبولی شي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام کې د پاکستان، افغانستان او چين ترمینځ د درې- اړخيزه ډايلاګ په څلورمه غونډه کې کولې.
رسنیو د نومبر پر اوومه ویلي ول چې د سپریم کورټ له فیصلې سره سم، نوموړې د ملتان له زندانه اسلام اباد او بیا له هېواده بهر لېږدول شوې.
د پاکستان داخله وزارت صوبايي حکومتونو او وفاقي اېجنسو ته هدایات جاري کړي دي چې د اسيه بي بي د خوشې کولو وروسته په ملک کې کړې شویو مظاهرو دوران چې هر چا تشدد کړې او املاکو ته يې ځيان رسولې نو هغه دې ونيسي.
د جرګه والو وينا وه چې د اعظم سواتي زوی او ملازمينو د دوی د قام یو تن نياز محمد او د هغه له کورنۍ سره زياتی کړی دی نو د سيمې د یوڅو مشرانو جرګه به د نياز محمد کور ته لېږي او ورته به ډاډګيرنه ورکوي چې د چا په دباؤ کې دې نه راځي
د پاکستان سپريم کورټ د مذهب سپکاوي په کېس کې د اسيه بي بي د مرګ سزا کالعدم ګرځولې او د هغې د خوشې کولو حکم يې کړی دی. د دې پرېکړې پرضد ځینو ښارونو کې احتجاجونه شوي
د حضرت امام حسېن د چهلم يا څلويښتۍ پر مهال نن د نهې په ورځ د ملک په يو شمير ښارونو کې موبايل ټېليفونه او انټرنېټ سروس بند کړل شول دل. د دې ترڅنګه د سند صوبې په ځينو ښارونو کې د موټر سايکل په غبرګې سورلۍ هم بنديز لګيدلی دی.
عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د ولسي وګړو د شکایتونو نوي نظام چې ورته یې د پاکستان سيټيزن پورټل نوم ورکړی، پرانیستغونډې ته په وینا کې وویل،
د قبایلي چارو پوه او پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې خو عملي اصلاحات پکې نه دي راغلي.
د قبایلي چارو پوه او پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې خو عملي اصلاحات پکې نه دي راغلي. د ده په خبره، د پخواني نظام تر ختمېدو وروسته،
د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر ويلي، نوی حکومت به په اخري ځل د پېسو له نړيوال صندوق یا (ای اېم اېف) څخه پور اخلي. نوموړي دا هیله هم څرګنده کړېده چې د راتلونکو اوو نه تر اتو مياشتو په موده کې به د ډالرو بیه اووه ویشت په سلو کې وغورځېږي او حالات به تر ډیره حده سم شي.
پاکستان وايي افغانستان سره په پوله به د اغزن تار لګولو پروژه پر خپل وخت سر ته رسوو.
په پاکستان کې د اکتوبر پر ۱۴مه د قومي او صوبايي اسمبلیو پر ۳۵ چوکیو بیا ځلي یا ضمني انتخابات کېږي.
د پنجشنبې مازيګر د پخواني سپيکر سردار ایاز صادق په مشرۍ د پارلمان ودانۍ بهر د دواړو اېوانونو ګډه غونډه وشوه چې پکې له مسلم ليګ ن پرته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جميعت علماء اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړیو ګډون وکړ.
د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار د پنځويشتم (۲۵) اييني بدلون منظورېدو ورستو هم په پخوانیو قبايلي سيمو کې د عدالتونو او پوليسو پر نشتوالي ځاني-ګروېږنه (ازخود نوټس) کوي.
د اکتوبر پر اته په اسلام اباد کې د صفايۍ مهم پرانستې غونډې ته وزير اعظم عمران خان وويل ولس د مرستې نه په غېر حکومت ملک ته راپېښې مسلې نشي حل کولای نو ملک پاک او شين ساتلو لپاره د اکتوبر پر۱۳مه به په قامي کچه د دې مهم پرانسته کوي.
نور وښیئ