د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو پاکستانۍ اداره له افغان زده کوونکو سره مالي مرستې کوي


د انسپاير پاکستان په نامه یوه غیر سرکاري اداره په پاکستان کې ميشت هغه افغان زده کونکي چې د نامه د ثبت کارډ لري او په پاکستاني پوهنتونو کې سبق وايي سره د خپلې یوې پروژې له لارې مالي مرستې کوي.

د انسپاير پاکستان د دې پروژې مشر ميا اصف شاه مشال راډيو ته وويل چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې يې اداره په پاکستان کې ميشت ځینې افغان زده کونکو ته هر درې مياشتې وروسته د فيسونو په مد کې له ۳۰ تر ۴۰ زره روپۍ ورکوي.

د نوموړي وينا وه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار په مرسته يې دا پروګرام پیل کړې او تر دې دمه یې په ټول ملک کې ۲۳۲ زده کونکو ته دا سکالرشپې ورکړي او په راتلونکې اونۍ یا دوو کې به د ۱۵۰نورې سکالرشپې هم د افغان زده کونکو لپاره اعلان کړي.

د ميا اصف شاه په وينا چې هر هغه افغان زده کونکي چې عمر يې له ۱۷ تر ۳۵ کلو په منځ کې دې کولای شي چې دې پروګرام لپاره خپل اسناد له دوی سره جمع کړي او دې لړ کې د نورو معلوماتو لپاره دې ادارې سره رابطه وکړي،

د انسپاير پاکستان دې پروژې پحقله د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې سبق ويونکي ځینې افغان زده کوونکي وايي چې د يادې ادارې دا یو ښه ګام دی او په مرسته به دوی خپل تعليم جاري وساتي.

د نړيوال اسلامي پوهنتون یو بل زده کونکی واحد الله وايي چې کشر ورور يې سږ کال له دولسم جماعته فارغ شو خو مالي حالت يې دومره ښه نه دی چې دواړه پر یو ځای په پوهنتون کې سبق ووايي نو دا وجه ده چې هغه به زما د ډګرۍ تر مکمل کېدو اتنظار کوي.

د نوموړي په وينا که ياده اداره ورته سکالرشپ ورکړي نو امکان لري چې د ورور يې نور وخت ضایع نشي او هغه هم لوړې زدکړې ترلاسه کړي.

د یاد پوهنتون یو بل زده کونکی معراج الدين وايي چې تر اوسه يې ډېر په مشکل خپل فيسونه ورکړي که انسپاير پاکستان ورسره مالي مرستې وکړي نو په اسانه به خپلې زدکړې سر ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې - يو اېن اېچ سي ار - د مالوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱۳ لکو پورې راجستر کډوال ژوند کوي.

بلخوا د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په ياد ملک کې د پاتې کېدو موده د سږ کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

XS
SM
MD
LG