احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې د محرم د وروستیو ورځو لپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي.
د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو ځینو استازو ویلي چې که حکومت د اکتوبر تر نهمې نېټې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو منظوري ورنکړه نو دوی به په اسلام اباد کې احتجاج کوي.
د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف احتساب عدالت ته وړاندې کېدو لپاره له لندنه و اسلام اباد ته رسيدلی دی.
په پاکستان کې د مېشتوغېرراجسټر افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ، د محرم له وجې ځنډول شوې ده. اوس به د اکتوبر په دوهمه نېټه د کډوالو د ثبتولو لړۍ بیل پیلیږي. تر دې دمه په ټول ملک کې د یو سل او لسو زرو نه زيات نا ثبت شوي افغان کډوال راجستر کړل شوي دي او د نوم ليکنې دا عمل به د ۲۰۱۸ کال له فبرورۍ و
د اسیا امن فلم فېسټيول د لارې نړۍ ته دا ښودل غواړي چې پاکستان یوپرامنه هیو اد دی او په نړۍ کې چې د دې کوم مخ ښودل کېږي په اصل کې داسې نه دی.
په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو اتحاد - ال فاټا سياسي اتحاد – مشران وايي موجوده حکومتدفاټا اصلاحات عملي کولو کې دلچسپي نه لري.
د پاکستان په پارلمان کې به نن (ګل ورځ) قبایلي سیمو ته د دې هېواد د سپریم کورټ او اسلام اباد های کورټ واک غځولو لپاره په قانوني مسودې بحث کېږي.
د پاکستان کورنيوو چارو وزير او حکمران ګوند مسلم ليګ (ن) يو مشر احسن اقبال وايي په ملک کې ځينې ادارې، د پارليمنټ قانوني بالادستي نه منی.نوموړي پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته د سپريم کورټ د هغې پرېکړې په يادولو سره چې پخواني وزيراعظم نوازشريف يې له دندې لرې کړ، وويل چې د دوی حکومت خلاف
وزیراعظم عباسي په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره د خپل هوډ څرګندونه وکړه. بلخوا زاخیلوال د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخی، كلتوري، اقتصادی او سیاسی اړيکو ته د ودې وركولو لپاره په ګډه پر كار كولو ټينګار وکړ.
د پاکستان او افغانستان سياسي، سفارتي او د بېوروکراسۍ غړیو ټينګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اوسني کړکېچ هوارولو لپاره ضروري ده چې د دواړو خواو مشران او چارواکي دې خپلمنځۍ خبرې او راشه درشه ډېره کړي.
د قامي اسمبلۍ سيفران قايمه کمېټۍ غونډه په فاټا کې د رواج قانون ۲۰۱۷ په پليکولو یا نافذولو هېڅ پرېکړې ته و نه رسېدل او پر دغه قانون تر نیوکو وروسته غونډه وځنډول شوه.
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي وزیراعظم شاهدخاقان عباسي دې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو پروسه زر تر زره عملي کړي او په دې لاره کې دې نور د ځنډ څخه کار نه اخلي. د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان د قانون او انصاف وفاقي وزارت ته امر کړی و چې د قبایلي سیمو په قامي بهیر
د پاکستان احتساب قامي اداره وايي چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه کورنۍ مالي معاملاتو درې قضیې به په احتساب عدالت کې داخلوي.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي چې په واشنګټن کې ناستو خلکو ته د پاکستان او دې سيمې د حقیقي صورتحال ادراک نشته دی. نن (ستمبر نهمه) په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته هغه وويل چې پاکستان له امریکا سره خپلې اړيکې خرابول نه غواړي خو هر څه ته به د خپل هېواد د ګټو په نظر کې ساتلو سره کوي.
عوامي نېشنل ګوند د روانې سپتمبر مياشتې په څوارلسمه نېټه په اسلام اباد کې ټول ګونديزه غونډه رابللې ده چې پکې به د قبايلي سيمو پر اصلاحاتو او دغلته د شوې سرشميرنې په نتيجو بحث کېږي.
پاکستان د نړۍ پنځو پرمختیايي هېوادونو سازمان برېکس اعلاميه په ردولو سره ويلي دي چې په سويلي اسيا کې د سختدريځۍ او ترهګرۍ په پېښو اندېښنې لري.
هند یو ځل پخوا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي ول چې د جيش محمد ډلې مشر مسعود اظهر نوم دې د ترهګرو په فهرست کې شامل کړي خو چين يې مخالفت کړی وو.
د قبايلي سيمو نه منتخب پارلماني استازي وايي چې د اووه (۷) اېجنسو او شپږ (۶) اېف ارز ابادي يې د ېو کروړ نه اوړېدلې ده خو حکومت يې په سرشمېرنه کې ابادي پنځوس (۵۰) لکه ښودلې ده چې دا له دوی سره زياتی دی.
د پاکستان په سېنېټ کې د حکومتي او اپوزيشن ګوندونو غړیو غوښتنه کړې چې له سرکاري ادارو دې د پوځي امرانو عکسونه له لیرېکولو سره سره د ايين احترام مضمون دې د نصاب برخه وګرځول شي.
د وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند پاکستان خو اويا کاله وړاندې ازاد شوی خو قبايلو ته پکې لا هغه ازادي نه ده ترلاسه لکه څنګه چې پنجاب او د ملک د نورو صوبو اوسېدونکو ته ده.
نور وښیئ