احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان صدر ممنون حسېن ويلي دي چې ملک دا وخت له کومو بحرانونو سره مخامخ دی په غېر جذباتي توګه د دې ستونزو جايزه اخېستو وروستو که پرې قابو وموندل شي نو هله کاميابي ترلاسه کېدلای شي.
په پاکستان کې مېشت د غېر راجسټر افغان کډوالو ثبتولو لړۍ روانه ده چې د سږني کال تر پایه به دوام ولري.
د پاکستان خارجه وزير خواجه محمد اصف ويلي دي چې پاکستان له خپلو ګاونډيو ملکونو خصوصا افغانستان او هند سره ښه اړيکې غواړي.
نوازشريف وويل چې سپريم کورټ له خوا دده د نااهله ګرځولو له فيصلې ښکاري چې دا له کومه ځايه راغلې ده.
په پاکستان کې شپږمه (۶) سرشمېرنه او کور شمېرنه د مۍ په پنځويشتمه (۲۵) نېټه سر ته رسول شوې ده خو حکومت يې لا هم پایلې نه دي جوتې کړې.
ده وویل، د شمالي وزیرستان زرګونه اوسېدونکي په کراچۍ، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو کې اوسي او دوی پخوا د شناختي کارډ جوړولو لپاره وزیرستان ته تلل چې د دې له وجې له ستونزو سره مخامخ ول.
د یکشنبې یا اتوار پر ماخوستن په اسلام اباد کې د پاناما اسنادو د قضیې فیصلې په تړاو یوې جلسې ته په وینا کې وویل، ده ته د ۲۰۱۶ز کال د نومبر پر دویمه پیپلز ګوند او د منهاج القران ټولنې مشر طاهر القادري ویلي ول چې سپریم کورټ ته تګ تېروتنه ده ځکه چې په پاکستان کې انصاف تر لاسه کول ګران کار دی.
عباسي لومړۍ زده کړې په کراچۍ او مري کې کړې دي او د امریکا د کیلیفورنیا له پوهنتونه یې په برقي انجینرۍ کې لېسانس یا بیچلرز کړی او وروسته یې له جارج واشنګټن پوهنتونه په همدې څانګه کې ماسټری وکړه.
د پاکستان مسلم لیګ نواز شریف ډلې مخکښان نن د دې لپاره غونډه کوي چې د راتلونکي وزیراعظم ټاکلو په اړه پرېکړه وکړي.
نن د پنجاب په لاهور ښار کې يو بريد وشو. تر اوسه د راغلو شمېرو تر مخه په چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور زخميان دي. چاودنه د ارفع کريم ټاور سره سبزي منډۍ سره نيزدي شوې ده.
په پاکستان کې د سرکاري حج سکيم ترلاندې سعودي عرب ته د حج لپاره د خلکو د تللو لړۍ د جولايي له څلوروېشتمې پېل شوه. نن (دوشنبه – ګل) له اسلام اباد څخه خوا او شا درې سوه شل او له ټول پاکستان څخه ۱۹۵۰ کسان مدېنې ته روان شوي دي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې د خالي پر ورځ په خپلې خبرپاڼې کې لیکلي چې د خېبر څلورم عملياتو پرمهال د پاکستان او افغانستان په پوله وسله والو سره نښتو کې یې ېو شمير وسله وال وژلي او له هغوی څخه يې په لویه پیمانه وسله، چاودېدونکي مواد او ماينونه هم په خپله ولقه کې اخستې دي.
په پاکستان کې مېشت معذوره افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې – یو این ایچ سي ار – او افغان حکومته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د هړتال اعلان د پاکستان د وکيلانو سازمان پاکستان بار کونسل مرستيال مشر محمد احسن بون دسېشنبې په ورځ په لاهور کې وکړ.
د دوشنبې پر ورځ د پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو د مقدمې اورېدنه بیا پیل کړه. د جولای پر ۱۰مه ګډې پلټنیزې ډلې د وزیراعظم نواز شریف د کورنۍ په اړه خپل رپورټ سپریم کورټ ته ورکړ. په رپورټ کې د نوموړي او د کورنۍ د شتمنیو په اړه پوښتنې پورته شوې دي خو شریف دا رپورټ ناسم او پر ((درواغو ولاړ)) بولي.
د پاکستان سپريم کورټ یو ځل بیا د پاناما کیس اورېدنه نن سهار په اسلام اباد کې پېل کړه. د مسلم لېګ (ن) حکمران ګوند وکيلانو او د خزانې وزير اسحق ډار د تحقیقاتو مشترکې ډلې په هغه رپورټ خپل اعتراضونه جمع کړي چې د جولای په لسمه نېته په سپريم کورټ کې وړاندې شوی وو.
د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزېشن دوو ګوندونو د پاناما اسنادو په اړه د ګډې پلټنیز ډلې تر رپوټ وروسته د وزیراعظم نوازشریف د استعفا غوښتنه کړې ده.
دقبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان - فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن - د روانې مياشتې پر ۱۹مه نېټه په پېښور کې د ګورنر د کور مخې ته احتجاج کوي.
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف کورنۍ د درغليوو په اړه د پانامه لېکس په نامه کیس کې د پلټنو لپاره جوړې شوې ګډې پلټنيزې ډلې (جی آيي ټي) خپل راپور نن په سپريم کورټ کې جمع کړ.
د پاکستان واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند مشرانو د خالي په ورځ ویلي د قطري شهزاده د بیان د شاملولو پرته به د ګډې پلټینیزې ډلې راپور ونه مني. وفاقي وزيرانو خواجه اصف، خواجه سعد رفيق، شاهد خاقان عباسي او احسن اقبال په اسلام اباد کې په دې اړوند په يوې ګډې خبري غونډه کې خبرې وکړې.
نور وښیئ