احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
اياز وزير وايي چې دا قسمه غونډې کېدل يو ښه کار دې خو په موجوده وخت کې چې د دواړو ملکونو تعلقات څومره خراب دي نو د هغې ښه کولو لپاره پکار دي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه په لویه کچه مذاکرات وکړل شي.
د اپرېل له درېیمې نېټې څخه د قبایلو سیمو سوپرلیګ په نوم د کرکټ سیالۍ پیلېږي چې پکې د ټولو قبایلي سیمو لوبډلې برخه اخلي. په دې لوبډلو کې یوه د ((وزیرستان ننګیالي)) هغه هم ده چې مشر او منتظم یې حاجي عنایت دی. دی په دې ویډیويي مرکه کې د لوبډلې او د دې سیالیو د ارزښت په اړه خبره کوي.
د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه وايي افغانستان سره يې پر ډېورنډ کرښه، په مومندو او باجوړ کې د اغزن تار لګول پيل کړې دي.
محمود خان اڅکزي له وزيراعظم نواز شريف سره د نورو موضوعاتو تر څنګ په پنجاب کې پښتنو ته په ورپېښو مشکلاتو او د پولیسو لخوا پر ځورونو هم خبرې کړې چې وزيراعظم ورته ته نه تکرارېدو ډاډ ورکړی دی.
په ۲۰۱۶م کال له پاکستانه تر ۳ لکه ۸۰ زره زيات راجستر افغان کډوال د یو اېن اېچ سي ار په مرسته خپل وطن ته ستانه شوي دي.
د اتوار ورځ د پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف په سپارښتنه صدر ممنون حسېن د هندوانو ودونو بل ۲۰۱۷ لاسليک کړ چې اوس د قانون برخه وګرځول شو.
د پاکستان سیاسي ګوندونو که څه هم پوځي عدالتونو ته یو ځل بیا د کار پیلولو اجازه ورکړې ده خو په عین حال کې زیاتره ګوندونه دا ګام له یو جمهوري ملک سره وړ نه بولي.
د خېبرپښتونخوا توانايي او تعليم وزير محمد عاطف خان ويلي دي چې په چترال ضلع کې له اوبو د بجلۍ موندلو اووه (۷) منصوبې او دکوهاټ تېلو چاڼولو منصوبه کې له تېلو او ګېسو د بجلۍ موندلو منصوبې په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې شاملولو لپاره تيارې دي.
په پاکستان کې دا شپږمه سرشمېرنه ده چې ۱۹ کاله پس تر سره کېږي. تر دې وړاندې په ۱۹۹۸م کال کې سرشمېرنه شوې وه.
د مرکزي حکومت ترڅنګ د پنجاب حکومت په بيا بيا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د کوم خاص قام يا نسل پرضد عمليات نه کوي بلکې د دوی عمليات د وسله والو پرضد دي.
په پاکستان کې په آخري ځل سرشمېرنه او کور شمېرنه په١٩٩٨ کال کې شوي وه او د هغه وخت په سرشمېرنه کې د ملک آبادې له ١٣ کروړه ٥٠ لاکو زياته ښودل شوې وه.
د پاکستان وزيراعظم نواز شریف وايي، د یني عالمان دې په ټولنه كې د يو والي او د رښتونو اسلامي تعليماتو د خپرولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
د جميعت علماء اسلام ف ډلې د خیبر پښتونخوا وياند جليل جان مشال راډيو ته وويل چې د دوی ګوند د قبايلي اصلاحاتي راپور او د هغې له منظورېدو مطمينه نه دي او غواړي چې د قبايلي سيمو د راتلونکې فيصله دې د فاټا ولس وکړي نو ځکه يې دا جرګه رابللې ده.
د پاکستان سپر ليګ (پي ايس ايل) فاينل لوبه به نن د اتوار پر ورځ د پيښور زلمي او کوټه ګلېډيټرز ترمنځ د لاهور په قذافي ميدان کې کيږي. د پاکستان کرکټ بورډ ترمخه چې فاينل لوبه به ماسخوتن اته بجې پيليږي خو تر مخې به يې له شپږو بجو څخه د موسيقۍ پروګرام وي.
په پاکستان کې د پوځي عدالتونو موده د دوو نورو کلونو لپاره پر غځولو د پارلېمان ډېری سياسي ګوندونه متفق شوي دي.
د بلوچستان د لورالايي رساله لاين سيمې اوسېدونکي چې په اسلام آباد کې په احتجاج دي وايي چې د اېف سي ځواکونو يې کورونه ونړول او دوی يې بې کوره کړل.
د لورالايي (د سیمې خلک یې بوری بولي) ځېنې اوسېدونکي له دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته کوي. دوی تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونو یې خام یا کچه کورونه ورڅخه نیولي او وران کړي دي. دا کورونه دوی ته سرکار په اوږدمهاله کرایې یا لیز ورکړي ول. دوی د متبادل کور غوښتنه کوي.
د پاکستاني زيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز پرون اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي چې افغانستان سره تړلې لارې به بيا پرانيزي. نوموړي پرونيوو خبرو کې زياته کړه چې د تورخم او چمن لارې پاکستان کې د وروستيوو بريدونو وروسته، د وسله والو تګ راتګ مخنيوي لپاره تړل شوې وي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اين اېچ سي آر وايي چې په پاکستان کې ميشت د راجستر افغان کډوالو د بيرته ستنېدو لړۍ به د اپريل مياشتې په لومړۍ اونۍ کې پيل شي. تر دې مخکې اعلان شوی وو چې دا کار به د مارچ له مياشتې پيليږي.
د باجوړ ايجنسي ښار سيمي لالي شاه مشال راډيو ته وويل چې په لاهور کې تر ځانمرګي بريد ورستو د دغه ښارپشمول د صوبې په ځینو نورو سيمو کې پولیس د باجوړ ايجنسۍ وګړي ځوروي.
نور وښیئ