احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
پاکستان د کورونا وايرس د مخنيوي په موخه چين ته تلونکي او راتلونکي ټول پروازونه ځنډولې دي.
په پاکستان کې یو شمېر کسان وايي په راولپنډۍ کې موجود د سترګو له روغتون -الشفا ټرسټ ايي هسپتال – څخه تر علاج کولو وروسته ړانده شوي دي.
د پخوانۍ فاټا د اتو سېنېټرانو موده په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کې ختمېږي او له دې وروسته هغوی بیا نه شي ټاکل کېدلای.
پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي، ترڅو چې د پاکستان پر ايين په مکمله توګه عمل ونکړل شي نو تر هغو به مسلې همداسې پر خپلځای پرتې وي.
د پاکستان ټرانسپورټرانو اتحاديه له تېرو اتوو ورځو نه پر احتجاج وه او د سیند حکومت لخوا يې د غوښتنو منلو پس هړتال پای ته ورساوه.
پارليماني استازي وايي، حکومت د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ګډولو پر وخت د ترقياتي کارونو کړې ژمنې نه عملي کېږي.
د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف په لاهور کې خبري غونډې پر مهال په وزيراعظم عمران خان تور په پورې کولو سره وويل نېب دا ټولې نیونې د ده په وينا کوي.
د پاکستان تحريک انصاف حکومت د صدارتي فرمان له لارې په ملک کې د احتساب قومي ادارې په قانون – قومي احتساب ارډيننس ۱۹۹۹ - کې بدلون کړی دی.
د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي دي چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د ملک د ولس لپاره عذاب جوړ شوی دی.
احسن اقبال وويل، له نیبه یې غوښتنه ده چې د ناروال سپورټ کمپليکس مقدمه دې د رسنيو پر وړاندې وچلوي او هر څه چې ترې پوښتي هغه دې د کېمرو مخې ته وکړي
په پاکستان کې خلک هر کال په ژمي کې د ګيس او په اوړي کې د بجلۍ کموالي سره مخ وي چې پرضد يې کله نا کله احتجاجي مظاهرې هم کوي.
د پاکستانپه پنجاب صوبه کې يو عدالت د مذهب سپکاوي په تور کې جنيد حفيظ نومې يو تن ته د مرګ یا پانسۍ سزا اورولې ده.
د قانوني چارو وفاقي وزیر فروغ نسیم د ډېسېمبر ۱۹مې پر ماخوستن په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف پر ضد
د اسلام اباد خاکروبان له تېرو دوو ورځو راهيسې يو وارې بيا پر احتجاج دي او وايي، د ياد ښار ترقياتي ادارې (سي ډي اې) ورته له دوو مياشتو تنخاګانې نه دي ورکړي. په دې اړه د احمدالله ویډیو رپورټ وګورئ.
د پاکستان ستر عدالت مشر قاضي (سپريم کورټ چيف جسټس) اصف سعيد کوسه ويلي دي قبايلي ضلعو ته د تکړه قاضیانو او پولیس افسرانو له لېږلو سره د يادو سيمو اوسېدونکي په عدالتي او پوليس نظام په ښه توګه پوهېدلی شي.
د پېښور پر ارمي پبلک سکول په شوي برید کې د وژل شویو پنځمه تلین د ډېسېمبر پر۱۶مه ولمانځل شوه.
د پاکستان پوځ هم په نننۍ ورځ د ۱۶م ډېسېمبر پر خونړۍ پېښه خپل خپګان ښودلی او لوی درستیز (د پوځ مشر) جنرال قمر باجوه پر ټوېټر ویلي چې د اې پي اېس پېښه به هېڅکله هېره نه کړي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دسمبر پر ۱۴مه په یو ورځني رسمي سفر سعودي عرب ته تللی دی.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د جماعت الدعوه مشر او د هغه څلور ملګري د ترهګرو لپاره د پېسو برابرولو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړي.
په پاکستان کې د روپۍ ارزښت د امريکايي ډالر پر پرتله لوړ شوی دی، د ډيسمبر پر نهمه د بازار له بندېدو سره په پاکستانيو بانکونو کې يو ډالر په يو سل څلور پنځوس روپۍ او اويا پېسو بدلېدو.
نور وښیئ