باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان د اسلامي ګوند مشر کلبدین حکمتیار په جلال اباد کې د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د ولسي جرګې ټاکنې پر وخت او شفافه توګه تر سره کړي او د غونډې په ګډونوالو يې غږ وکړ چې داسې کسان انتخاب کړي چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي.
شریفه احمدزۍ د تېرو یوولس کلونو راهيسې يې په جلال اباد ښار کې د قالین یا غالۍ اوبدلو په برخه کې کار کوي چې پر ننګرهار سربيره يې په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې پينځه زره مېرمنې په دغه برخه کې په خپلو کورونو کې د روزګار څښتنې کړي دي.
د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د دوه ویشت نیم ميلونو ډالرو په ارزښتد زراعتي پروژو قرادادونه د انکشافي شوراګانو له استازو سره لاسلیک شول.
په ننګرهار کې د ثبت احوال نفوس ادارې ته د کاغذي تذکرو د وېش لپاره کارکوونکي د يوې ازموينې له لارې په دندو ګمال کېږي. چارواکي وايي چې ۲۰۷ تنه کارکوونکي به د شپږو مياشتو لپاره په دندو ګماري چې هره میاشت به شل زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.
په جلال اباد ښار کې ځانوژونکي بریدګر د ننګرهار د حج او اوقافو رییس عبدالظاهر حقاني او د هغه ساتونکی وژلي او ۱۶ تنه ولسي وګړي يې ټپیان کړي دي.
په جلال اباد ښار کې د څه باندې پينځه ميليونو افغانیو په ارزښت د ښځو د مصنوعاتو لپاره د مارکېټ د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
نن د سې شنبې په ورځ د خوست د امنیتي منسوبنیو د یاد ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې له چاودیدونکو توکو ډک هاموي ګاډی نیولی او شنډ کړی دی.
د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي ته د سرتېري د ورځې په مناسبت پر دولتي چارواکو، سربېره په زرګونه تنه قومي مشران، دیني عالمان او د ګڼو مدني ټولنو فعالان ورټول شوي ول.
د افغانستان په ننګرهار کې د ختيځ زون په کچ په سلګونو ديني عالمانو په يوه غونډه کې ژمنه وکړه چې په خپلو خطبو کې به د دولت وسله والو مخالفینو ته د سولې او امن پېغام ورکوي.
د پښتو ژبې وتلی لیکوال، شاعر، څېړونکی او ژباړن استاد عبدالله بختانی خدمتګار د یکشنبې په ورځ د سره رود په بختان کلي کې خاورو ته وسپارل شو. جنازه یې د جلال اباد ښار په یوه لوبغالي کې ادا شوه چې پکې لیکوالو، چارواکو او ولسي خلکو ګډون وکړ. نوموړی یو ورځ وړاندې په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ
د لغمان ولایت لپارهنوی والي محمد اصف ننګ د پېژندنې له مراسمو وروسته په کار پیل وکړ.
په دغه غونډه کې چې چې په یوه ځايي لوبغالي کې جوړه شوې وه، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا يو شمېر غړو ګډون وکړ او د لرې پښتونخوا د ولسونو سره یې ملاتړ اعلان کړ.
په جلال اباد ښار کې په شخصي پانګونه د میوې او سبزي منډۍ ګټې اخېستنې ته پرانستل شوه. دغه منډۍ په شل جریبه ځمکه جوړه ده، درېنيم سوه دوکانونه لري او درې ملیونه ډالر پرې لګښت راغلی دی.
په ننګرهار کې د عدم تشدد مبارز باچا خان د دېرشم تلین په مناسبت دوه ورځنی سیمینار پای ته رسېدلی دی. په دې غونډه کې لیکوالانو او سیاستوالانو د خان عبدالغفار خان باچا خان په ژوند او د پښتني ټولنې د اصلاح لپاره د هغه د زیار په اړه لیکنې او ویناګانې واورولې. تفصیل په دې رپورټ کې.
په ننګرهار کې دیني عالمانو د چارشنبې په ورځ د ماشومانو د خوندیتوب په اداره ډله ییز وسله وال برید وغانده او عاملین يې د اسلام له دایرې وتلي وګڼل.
په ننګرهار کې د زراعت ریاست چارواکي وايي چې د کوکنار په بدیل کې چې دغه ولایت ته د دوه ویشت نیم ميليونه ډالرو کوټه بېله شوې، دوی به په شپږو هغو ولسواليو کې بېلابېلې کرنېزې پروژې پيلوي چې په تېرو کلونو کې په کې خلکو په خپلو ځمکو کوکنار کرل.
د عدم تشدد د نړیوال مبارز خان عبدالغفار خان – باچا خان -۳۰م تلین د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې ونمانځل شو.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر سیوري لاندې یو سل او اویا تنه ښځینه او نارينه ځوانانو ته له شپږ میاشتینیو حرفوي یا کسبي زده کړو وروسته د فراغت سندونه او د کار اوزار ورکړل شول.
د ننګرهار ولسونو د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه يوه غونډه جوړه کړې وه او غوښتنه يې وکړه چې د ناقانونه وسلو راټولو کمپاین دې جاري وساتي
د ننګرهار چارواکو هغه درې تنه غله د دوشنبې په ورځ د رسنيو په دفتر کې خبريالانو ته وښودل چې کابو دوه اوونۍ وړاندې يې په صرافه بازار کې د یوه صراف په دوکان ډاکه اچولې چې د مزاحمت په صورت کې يې صرافان په ډزو ویشتلي و چې یو تن په کې وژل شوی و او د درې مېرمنو په ګډون په کې څلور تنه ټپیان شوي وو.
نور وښیئ