بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان د لویو لارو ادارې اعلان کړی دی چې د بلوچستان له پښتون مېشتې سیمې ږوب څخه به تر کچلاغ پورې غځېدلی سړک دوه رویه کړي.
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس له کبله متاثره شوي بهر مېشتي پاکستاني وګړي یې یوازې نه دي پرېښي بلکې د هغوي ستنولو لپاره یې پوره منصوبه بندي کړې ده.
د بلوچستان سوداګر وايي ، په صوبه کې د لاک ډاون په نامه یوازې کاروبار بند دی خو نور د ولس تګ راتګ د عام ژوند په څېر روان دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د سردار عارف وزیر د وژنې پرضد نن د پاکستان تر څنګ د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه کوي.
دپاکستان د حکومتي شمېرو مطابق تر نن سهاره په هېواد کې د کورونا ناروغانو ټول شمېر(۲۰۱۸۶) ته رسېدلی، دا راز دې ناروغۍ ۴۶۲ کسان مړه کړي او ۵۵۹۰ ترې رغېدلي دي.
د ملګرو ملتونو له خوا د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې ته دا کال نوم ورکړل شوی دی چې باید داسې خبریالي وشي چې نه وېره پکې وي او نه هم د چا پر ناسمو کړنو سترګې پټې کړل شي.
په پاکستان د اپوزېشن ګوندونه وايي ، واکمن ګوند تحریک انصاف د غیرجمهوري قوتونو په لارښوونه یو ځل بیا دې ته د لار برابرولو هڅه کوي چې صوبو ته په واک ورکوونکي ۱۸م اییني ترمیم کې بدلون راولي.
د افغانستان او پاکستان یو شمېر تجاران وايي ، په کار ده چې تجارت نه یوازې له سیاست سره ونه تړل شي بلکې په بېړنیو حالاتو کې هم جاري وساتل شي.
دوي په ټولنه کې د ناوړه رواجونو او عادتونو خلاف وړوکې ویډیويي خاکې جوړوي او بیا یې پر فیسبوک پر جوړه کړې ځانګړې پڼه خپروي.
د بلوچستان له خیبر پښتونخوا او پنجاب سره نښلوونکو ضلعو ږوب او لورالايي چارواکي پخلی کوي چې د دوي د سیمو هم تر اوسه لږ تر لږه نهه تنه په کورونا وایرس اخته شوي دي.
په نړۍ کې د کورونا وایرس په اړه د معلومات خپرونکي امریکايي جانز هاپکینز پوهتون د شمېرو له مخې ، د اپرېل تر ۷مې ناوخته ، یاد وایرس په پاکستان کې ۵۶ او په افغانستان کې ۱۴ کسان وژلي وو.
د چین هیواد له ووهان ښار څخه پیل شوي کورونا وایرس تر اوسه د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې خپور شوی دی خو یو شمېر هیوادونه یې ډېر ځپلي دي.
په پاکستان کې د مارچ میاشتې تر ۲۹مې په مجموعي توګه په ټول ملک کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.
د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم د کورونا وایرس خپرېدو له ویرې تعیلمي ادارې تړل شوې دي.
د پاکستان حکومت وايي ، په کرونا اخته شوی لومړی کس یې تر رغېدو وروسته رخصت کړی دی.
د افغانستان په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال وايي ، د افغانستان حکومت او ځینې غیر حکومتي ادارې ورسره مرسته کوي خو کافي نه دي
ډېره خلک تمه لري چې د دې تړون تر لاسلیک کېدو وروسته به په افغانستان کې اوربند وشي او د افغانانانو خپلمنځي خبرې اترې به پیل شي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر په بنو کې د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون وایس چانسلر پیر عابد علي شاه د فرورۍ پر ۲۷مه له دندې لرې کړ.
۱- په ایران کې د فرورۍ پر ۲۱مه د پارلمان ټاکنې تر سره شوې. ۲- د جرمني حکومت ویلي چې په ټول هیواد کې به د حساسو ځایونو امنیت لا سخت کړي. ۳- لیبیا کې د اوربند لپاره د ښکېلو غاړو ترمنځ خبرو اتروپه جنېوا کې دوام درلود.
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو د فبرورۍ ۱۹مې پر ماښام له مشال راډيو سره په خبرو کې د اپوزیشن د سیاستوالانو تورونه رد کړل
نور وښیئ