د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مطبوعاتو ازادۍ نړيواله ورځ: پاکستاني خبريالان ولې اندېښمن دي؟


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

پراګ- د ملګرو ملتونو له خوا د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې ته دا کال نوم ورکړل شوی دی چې باید داسې خبریالي وشي چې نه وېره پکې وي او نه هم د چا پر ناسمو کړنو سترګې پټې کړل شي.

په پاکستان کې که څه هم اپوزېشن ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې پر ټولو خبري رسنیو یې قدغنونه لګولي‌ او هغه یې په خپل واک کې ساتلې دي‌ خو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د مطبوعاتو پر ازادۍ پوره باور لري.

اوس پوښتنه دا ده چې په خپله خبریالان او د هغوی مخکښان په ملک کې رسنۍ تر کومه حده ازاده بولي.

په پاکستان کې د خبریالانو وفاقي سازمان - فیډرل یونېن اف جرنلسټس – مرستیال مشر افتخار مشواڼی وايي‌، په دې ملک کې مطبوعات تل تر فشار او بندېز لاندې اوسېدلي دي.

د ده په وینا، په اوسني‌ وخت کې هم د مطبوعاتو او خبریالانو ستونزې زیاتې شوې دي ‌کمې شوې نه دي.

ده وویل چې خبریالان یو پلو د مرګ له خطر سره مخامخ دي او بل پلو یې روزګار هم خوندي‌ نه دی.

"یو پلو د حکومت له خوا بېلا بېل محدودیتونه دي‌ او بل پلو بېلا بېلې مافیاګانې او هغوی هم مطبوعاتو او خبریالانو ته ستونزه جوړ کړې ده. نو زما په خیال خو پاکستان د خبریالانو لپاره ډېر له خطره ډک ملک دی او دلته د دوی‌ خوندیتوب لپاره نه حکومت څه کوي‌ او نه هم د مطبوعاتو مالکان څه کوي."

د پېښور پرېس کلب پخوانی مشر او شنونکی شمیم شاهد وايي، د ده په فکر په پاکستان کې اوسمهال خبري رسنۍ دومره یرغمال دي چې د ملک په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

"په پاکستان کې چې اوس پر خبري‌ رسنیو کوم بندېزونه دي‌ هغه زما په خیال هغه وخت هم نه وو چې کله برتانیا پر دې وطن قابضه وه. چاپي رسنۍ خو پر ختمېدو دي‌ او پر ټي‌ وي‌ چېنلو هم ډېرې زیاتې پابندۍ دي. یو وخت په پاکستان کې نېږدې ۱۸ زره خبریالانو کار کاوی خو اوس پکې شاوخوا ۱۰ زره بې روزګاره دي او چې پاتې دي‌ هغوی‌ ته هم تنخاګانې نه ورکول کېږي."

په کوټه کې مشر خبریال او شنونکی شهزاده ‌‌ذولفقار وايي، په پاکستان کې د مطبوعاتو ازادي‌ پخوا هم د پام وړ نه وه خو اوس ورځ تر بلې تر پښو لاندې کېږي.

"اوس خو حالت دې ځای ته رسېدلی دی چې په لویو ټي وي چېنلونو کې لوی خبریالان هم خپله او د ولس خبره نشي کولای. کومې خبرې چې پر ټي وي نشي کولای د هغه لپاره یې پر انټرنیټ پاڼې جوړې کړې دي او ټولنیزې رسنۍ استعمالوي. زما په خیال خو چې په جمهوریت کې میډیا ازاده نه وي نو هغه جمهوریت هم ازاد نشي پاته کېدای."

د بخښنې نړیوال سازمان هم د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په اړه په خپاره کړي بیان کې د نړۍ پر هیوادونو غږ کړی دی چې په ځانګړې توګه د کورونا وایرس په موجودګۍ کې دې مطبوعات ازاد وساتي چې ولس په حقایقو خبر و اوسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG