د پاکستان ایین په ۱۸م ترمیم کې د ردوبدل کولو په اړه یو ځل بیا بحث تود شوی دی. یوشمېر پاکستانیو رسنیو د حکومتي سرچینو له خولې لیکلي چې دوی په ۱۸م بدلون کې ردوبدل کول غواړي.
اپوزېشن ګوندونه وايي، واکمن تحریک انصاف د غیرجمهوري قوتونو په لارښوونه یو ځل بیا دې ته د لار برابرولو هڅه کوي چې صوبو ته په لا زیات واک ورکوونکي ۱۸م اییني ترمیم کې بدلون راولي.
دوی وايي، که تحریک انصاف داسې هڅه وکړي نو دا به د دوی په وینا د پاکستان یووالي ته خطر پېښ کړي.
د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مخکښ طلال
اسټبلشمنټ او د عمران خان حکومت دواړه له لومړۍ ورځې پر دې لګیا دي چې ۱۸م ترمیم پر شا کړي او ختم یې کړيعثمان کاکړ
چوهدري مشال راډیو ته وویل چې په ایین کې د ۱۸م ترمیم راوړلو لپاره یې مهم رول لوبولی وو او هېڅکله به هم د هغه خلاف د تحریک انصاف مرسته ونکړي.
"زموږ په فکر ۱۸م بدلون په ۱۹۷۳م کال کې د جوړ شوي پاکستاني ایین پاته برخه وه، که چېرې دا بدلون پخوا راوړل شوی وای نو د دې امکان وو چې پاکستان به په ۱۹۷۱ کې نه وای مات شوی، نو موږ اوس په ایین کې د داسې یو بدلون ملاتړ نه کوو چې د ملک یووالي ته خطر پېښوي."
د پاکستان په اساسي قانون کې ۱۸م بدلون په ۲۰۱۰م کال کې د پیپلز ګوند د واکمنۍ پر مهال شوی وو.
د یاد ګوند مرکزي مخکښ سېنېټر تاج حیدر مشال راډیو ته وویل په کار ده چې صوبو ته د نور واک ورکولو لپاره پر ۱۸م ترمیم په پوره توګه عمل وشي.
"پیپلز ګوند به تر ۱۸م ترمیم تېر نه شي، که څه بدلون پکې کېږي هغه باید د دې لپاره وي چې صوبو ته نور پراخ واک ورکړل شي او دویمه خبره دا ده چې وفاق تر اوسه د دې اییني بدلون هغه مهمې برخې لا نه دي عملي کړې چې صوبې نورې بااختیاره کوي."
د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې مخکښ مولانا ګل نصیب مشال راډیو ته وویل چې په ایین کې د ۱۸م بدلون لپاره دوي او د ملک نورو ګوندونو اوږده مبارزه کړې ده او د دې ترمیم پر ځای ساتلو لپاره به پوره مذاحمت کوي.
"د دې ترمیم په جوړولو کې تر ټولو لوی احتیاط داسې شوی وو چې د ټولو ګوندونو هغه تر ټولو موثر کسان پکې موجود وو او پارلمان په پوه خوله منظور
له کله چې ۱۸م ترمیم راغلی دی نو صوبو ترقي پیل کړې ده، چې کله واک او اختیار له مرکز سره وو نو صوبې په ډېرو مشکلاتو کې راګیر وې.میا افتخار
کړی وو. نو اوس که چېري د تحریک انصاف حکومت په دې ترمیم کې د ردوبدل کولو پرېکړه عملي کوي نو ټول سیاسي ګوندونه به پوره مذاحمت کوي او جمعیت علما اسلام به هم د ۱۸م ترمیم پرځای ساتلو لپاره خامخا کوټلي ګامونه اخلي."
چې کله د پاکستان په ایین کې ۱۸م ترمیم منظور شوی وو نو د هغه وخت په صوبه سرحد او اوسنۍ خیبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند حکومت وو.
د یاد ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن مشال راډیو ته وویل چې دوي به د ۱۸م ترمیم پرځای ساتلو لپاره په دې هم میدان ته راوځي چې هم دې ایین بدلون صوبه له سرحد څخه په خیبر پښتونخوا نومولې وه.
"پرځای د دې چې دوی وايي، دا ختموو، صوبو ته نور اختیارات ورکول په کار دي، له کله چې ۱۸م ترمیم راغلی دی نو صوبو ترقي پیل کړې ده، چې کله واک او اختیار له مرکز سره وو نو صوبې په ډېرو مشکلاتو کې راګیر وې. نو له هم دې ښکاري چې صوبو ته باید نور واک ورکړل شي او که پاکستان او په پاکستان کې جمهوریت تینګول وي نو باید پر ۱۸م بدلون په پوره توګه عمل وشي."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان خان کاکړ وايي، که څه هم په ۱۸م ترمیم کې د دوی ټولو غوښتنې نه وې شاملې شوې خو بیا هم دوی د دې اییني بدلون پرځای ساتلو لپاره کلک مذاحمت ته تیار دي.
"اسټبلشمنټ او د عمران خان حکومت دواړه له لومړۍ ورځې پر دې لګیا دي چې ۱۸م ترمیم پر شا کړي او ختم یې کړي خو که دوي چېري داسې کوي نو دا به له ملک سره دښمني وي او په ځانګړې توګه به له پښتون، بلوڅ ، سیندهي او سرایکي قامونو سره دښمني وي او د دې به داسې ردعمل وي چې په پاکستان کې به داسې بحران کله هم نه وي راغلی."
په پاکستان کې د جمهوریت ضد قوتونه هڅه کوي چې د عمران خان په مرسته د پیل شوي جمهوري نظام مخنیوی وکړي.افراسیاب خټک
په مرکز کې د تحریک انصاف د اتحادي ګوند بلوچستان نشنل پارټۍ مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل مشال راډیو ته وویل چې که څه هم دوي له ۱۸م ترمیم څخه پوره مطمین نه دي خو بیا یې هم تر نه څه ښه ګڼي.
"زموږ او د دوی اتحاد هسې هم د ختمېدو او پاته کېدو پر برید ولاړ دی او موږ فکر کوو چې که دوي چېري داسې ګامونه پورته کړل نو بیا دې له موږ دا تمه نه کوي چې موږ به پر کړو معاهدو ولاړ یو ځکه چې تړون له دواړو خواوو وي له یو پلوه نه وي."
د پارلماني چارو پوه او پخوانی سنېټر افراسیاب خټک وايي، په پاکستان کې د جمهوریت ضد قوتونه هڅه کوي چې د عمران خان په مرسته د پیل شوي جمهوري نظام مخنیوي وکړي.
"د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف حکومت راوستل شوی د هم دې لپاره وو چې په ۲۰۰۸م کال کې د جمهوریت د پیل شوي تسلسل مخه ونیسي او د دې لپاره دا ضروري ګڼي چې ۱۸م ترمیم ختم کړي."
افراسیاب خټک وویل ، هسې خو تحریک انصاف د داسې کولو لپاره په پارلمان کې اکثریت نه لري خو د ده په وینا، د ملک سیاسي ګوندونه د اسټبلشمنټ په وړاندې پخوا هم تسلیم شوي دي او بیا هم ښايي تسلیم شي.
خو د تحریک انصاف مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړی محمد اقبال اپرېدی دا ټول تورونه او اندېښنې ردوي.
نوموړي مشال راډیو ته وویل چې اپوزېشن له نه خبرې خبره جوړي او د ده په وینا ، حکومت داسې هیڅ اراده نه لري.
"حکومت اوس مهال په ۱۸م ترمیم کې هیڅ دلچسپي نه لري ځکه چې ملک د کورونا وایرس له کبله په کړکېچ کې دی او چې کله دا حالت تېر شي نو بیا به پر داسې ټولو لارو غور کوي او کوم څه چې د ولس په حق کې وي هغه ګامونه به اخلي."
په ۱۹۷۳م کال کې جوړ شوي او منظور شوي پاکستاني ایین کې چې تر اوسه څومره هم بدلونونه شوي دي ، په هغوي کې تر ټولو ۱۸م بدلون په دې مهم بلل کېږي چې په دې کې له وفاق څخه ډېر اختیارات اخیستل شوي او صوبو ته ورکړل شوي دي.
د فېسبوک تبصرې