د اتوار په ورځ په چارسده کې د برېښنا نشتوالي پر ضد خلکو مظاهره کړې او د بجلۍ پر مرکز ورغلي دي.د احتجاج کوونکیو یو مشر او تحصیل ناظم یحیا جان مومند مشال راډیو ته وویل، په تنګي کې د اختر له شپې راهیسې برېښنايي پارچاو یا لوډشیډېنګ روان دی چې له کبله یې د خلکو ستونزې زیاتې شوې دي.