شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د پښتو نومیالی شاعر او ټوکمار میراوس په کوزه مومندو کې رستوران پرانیستی او د هوټل پر دېوالونو یې د نشو ضد پیغامونه لیکي. ۶۵ کلن ميراوس وايي، هنر یې د روزګار په لار کې خنډ نه دی ګرځېدلی او په رستوران کې یې د سيمې يو شمېر ځوانان کار هم کوي. نور په ويډیويي مرکه کې.
د جون پر ۱۲مه د ماشومانو د شاقه یا سخت کار پر وړاندې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
ملګرو ملتونو د جون درېمه د بایسېکل نړیوالې ورځ په توګه نومولې چې موخه یې د خلکو روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه اګهي پیدا کول دي. د خیبر پښتونخوا په ښاري سیمو کې د بایسېکل استعمال کم دی خو په کلیو کې یې ډېری خلک د تګ راتګ لپاره کاروي. د بایسېکل نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا د شاتو مچۍ ساتونکو اتحادیې مشر ګل باچا وايي چې کورونا وبا له دې کاروبار سره تړلي څه نا څه ۱۲ لکه خلک بې روزګار کړي دي.
پوليس وايي، کوکنار د بر پړانګ غر په غرونو کې کرل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم وویل، د سولې د موافقې بریا نه یوازې د افغانستان ولس بلکې قبایلي سیمو ته هم "ګټه" رسوي چې ورسره به دوه اړخیزه "سوداګري" پیل شي.
یوسف بابا د پړانګ غار مومندو د غرونو شاته په درو کې پرته سیمه ده چې کروندګرو پکې د غنمو او شړشمو په کډون کوکنار هم کري. د سیمې پولیسو د مارچ پر دريېمه د سیمې پر ۴۷ کناله ځمکه د کوکنارو بوټي وهلي دي. له کوکنارو څخه اپین ترلاسه کېږي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېږي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
نوي کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په هوبې ولایت کې ګڼ کسان ناروغه کړل. له هغه وخت راهیسې دا وایرس د افغانستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپور شوی.
په مومندو کې ۵۸ سکولونه لا هم ړنګ پراته دي چې پکې یو سرکاری مډل سکول امری کور تحصیل ساپي هم شامل دی. دغه ښونځی د نورو سکولونو په څېر وسله والو د ۲۰۰۹ز کال د جنورۍ په میاشت کې په باروتو الوځولی وو. اوس په دې سکول کې ۲۵۰ ماشومان وچ ډاګ ناست زده کړې کوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د پنډیالۍ عیساخېل او برهانخېلو قبیلو په مومندو ډیم کې دوی ته د نوکریانو په ګډون نورو حقونو د غوښتلو لپاره احتجاج وکړل او ویل یې چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پښتنو د سیاسي ازادیو مبارز کالو خان مزار دی چې په ۱۶مه پېړۍ کې یې د مغلو د اکبر باچا پر وړاندې جنګونه کړي ول. څېړونکي وايي، کالو خان له باجوړه تر صوابۍ پورې په بېلا بېلو ځایونو کې د اکبر باچا ضد جنګېدلی وو. ویډیويي رپورټ.
عزیزالله خان د مردان په شهباز ګړه کې بونېر ته پر تلونکي سړک دوکان لري چې پکې پېوي جوړوي. دی وايي، اوس ښځې پېوی یا برچک نه استعمالوي خو ډرېوران یې په ګاډو کې ځړوي. دی وايي، د خلیج عربي هېوادونو ته هم د لاس جوړ شیان استوي. نور په ویډیو کې.
د پرمولو پهلوان کاکا ننې (د جوارو بټ هر وخت داسې وي لکه د اختر مېلې مازیګری) دلته به داسې څوک نه وي چې د پهلوان کاکا ننې یې نه وي خوړلې. نور د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د مردان په ګوجر ګړۍ کې له اوسپینو بېلا بېل څیزونه جوړېږي چې د سیمې یو لوی صنعتي مرکز دی. دلته په کارخانو کې دننه لوی لوی ماشینونه لګېدلي دي چې پکې د جوارو، غنمو، ترېشرو ترڅنګ، لوښي، لاسګاډي او یوشمېر نور اوزارونه جوړېږي. نور د شاهنواز ترکزي په ویډیويي راپور کې وګورئ.
له مردانه شاوخوا ۲۰ کیلومیټره لرې، د شمال لوري ته د جلالا په لوی خوړ کې ټول کال اوبه بهېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي پخوا دلته ګودر وو چې خلکو به ورڅخه په لوړه پرتو کورونو ته اوبه وړې.
د شاه منصور صوابۍ د (تیارې حجره) کې سپینږیري تر ناوخته ناست وي او د ملکي سیاست علاوه د تماکو، مړزانو په کلي کې د غم ښادۍ خبرې کوي. دې حجرې ته 'تیاره حجره' ځکه هم وايي چې دا حجره د ۱۹۵۰ز کال راهیسې جوړه شوې خو لا هم دلته برېښنا نه ده راغلې. نور د شاهنواز ترکزي په ویډیويي راپور کې.
۷۲ کالن انور بېګ د پیر بابا اوسېدونکی لیکوال دی چې د تاریخ، نثر او شعرونو یې۵۲ کتابونه لیکلي دي چې د (پښتانه او کسبګر په نوم پر نوی کتاب هم کار کوي. نوموړي د پیر بابا جومات په یوه کوټه کې ژوند کوي او د پیر بابا ۱۳ زوی دی.
منصور احمد د پیربابا سیمې اوسېدونکی دی چې د سرطان ناروغۍ له وجې ډاکترانو ورڅخه پښه غوڅه کړه. دی وايي، ناروغۍ زښت وځپه. احمد زده کړې هم کوي او رباب خپل "جانان" بولي، وايي، په همدې خپل غم غلطوي. نور په ویډیو کې.
د مومندو کېمور، ګمبتي، زیارت، خانکاه او د بایزو د غرونو کاڼي کارخانو ته تر رسېدو وړاندې د یکه غونډ په سرو کلي کې د پلورلو لپاره وړل کېږي او هلته ورته له پېښوره او نورو سیمو خریدار راځي او اخلي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مومندو د پړانګ غار په بېلا بېلو کلیو کې پر زرګونه جریبه ځمکه د ټماټرو پټي دي. ټماټر په ځینو سیمو کې باټینګر، په ځینو کې سره باتینګړ او په ځینو کې یې رومیان هم بلل کېږي چې په وروستیو کې یې په پاکستان کې بیه خورا لوړه شوې
نور وښیئ