د خيبر پښتونخوا د شاتو مچۍ ساتونکو اتحاديه وايي، د کورونا وايرس وبا په ټولبند کې یې د ګبین پیداوار ۶۰ فیصده کم شوی او په سلګونو فارمونه یې ویجاړ شوي دي.
د نهې په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې یې د اتحادیې مشر نعيم قاسمی وویل چې د مچۍپالنې صنعت د پيداوار ټول دار او مدار د ګلونو باغونو پسې د شاتو مچۍ ګرځول دي خو په ښاربند/لاکډاون کې پر ټرانسپورټ د بنديز له وجې د ګلونو سیمو ته د شاتو مچيو کالونیانې یو نه وړل شوې ځکه خو یې تاوانونه وګالل.
دی زیاتوي: ''تاوانونه یې کروړونو ډالرو ته رسېږي. د ډېرو خلکو مچۍ ختمې شوې، ډېرو مچۍپالانو بیا پر وخت شات راغونډ نه کړل، ډېرو فارمونو واله چې کومه خرچه کړې وه هغه تاوان شوه، د ډېرو بیا د مچیو پېټۍ په هغو ځایونو کې پرتې پاتې شولې چې د ګلونو لپاره یې وروړي ول، له دې علاوه سږ کال د موسمي حالاتو له وجې هم د شاتو پیدوار ډېر کم شوی دی.''
په خیبر پښتونخوا صوبه کې پنځه موسمونه دي، دلته هر ډول ګل شته خاصکار په شمالي برخو کې. پکار ده چې حکومت له دې د شاتو مچیو ساتنې لپاره ګټه واخلي.ډاکټر مهوش
د اتحادیې یو بل مشر ګل باچا وايي چې کورونا وبا له دې کاروبار سره تړلي څه نا څه ۱۲ لکه خلک بې روزګار کړي دي. دی زیاتوي، په دې کې د شاتو مچۍ پالونکي، بیوپاریان چې په هېواد کې دننه او بهر یې پلوري شامل دي.
د نوموړي په خبره، په ټولبند کې یې ډېر د مچیو پالونکي په ځنګلونو کې ایسار پاتې شول، له هغوی سره د پیسو بندوبست نه وو، پر وخت یې ځنګلونو ته د شاتو مچیو پېټۍ و نه رسولې چې له دې سره یې نږدې د شاتو ۴۰ فیصده کلنی پیداور کم شو. ګل باچا وايي، چې دوی هر کال له ۳۰ تر ۴۰ زرو ټنو پورې شات اخلي خو سږ کال یې ښايي پیداور له ۲۰ تر ۲۵ زرو ټنو پورې وي.
د کرک ضلعې عظمت علي چې د مومندو په یکه غونډ کې یې د شاتو مچۍ پېټۍ د سرو املو او شفتالو په باغ کې ایښي، وايي، سږ کال بارانونو او ورپسې د کورونا وبا ښاربند د دوی کاروبارو د ګټې پرځای تاوان ته وړی دی. دی وايي، کله چې لاکډاون ولګېدلو نو د لارو بندېدو له امله یې خپلو مچیو پر وخت بره او دوا و نه رسېدلې چې د نوموړي په خبره د ده غوندې ګڼو نورو تاوانونه وګالل.
د پاکستان سوداګرۍ پرمختیا اداره (ټرېډ ډيولېپمنټ اتارټي) په خپل يو راپور کې وايي چې هر کال په پاکستان کې ۷۵۰۰ ميټرک ټنه ګبین پيدا کېږي چې ۹۰ فیصده برخه یې په خيبر پښتونخوا کې کېږي. د راپور له مخې هر کال د شاتو په برامداتو کې ۳۳ فیصده اضافه روانه ده خو د خيبر پښتونخوا د شاتو برامداتو اتحادیې مشر نوروز خان وايي چې سږ کال د شاتو برامداتو ته سخت زیان رسېدلی دی.
[هر کال خليج هېوادونو ته له خیبر پښتونخوا نه له پنځو سوو تر اوو سوو کنټېنرو پورې شات استول کېږي، د پلوڅې، شفتلو او شړشمو شات افغانستان ته هم برامدېږی. سږ کال د بېرې د شاتو د یوه کلو بییه تر دوو زرو روپو بره وه او په یوه کنټېنر کې شل زره کلوګرامه شات بارېږی نو په دې حساب د دې برامد مالیت په کروړونو ډالره جوړېږی خو د لاکډاون له وجې د شاتو کاروبار سره تړلي بیوپاریان او برامدکونکی ډېر اغيز من شوي دي ځکه چې ټولو کاروباریانو بهر هېوادونو ته د استولولپاره مالونه اخستي ول خو په لاک ډاون کې هغه مالونه د پروازونو د منسوخېدو له وجې پر ځای پاته شول. بلخوا د مچيو ساتونکو چې کومې مچۍ د پنجاب، سند او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر تر څنګ نورو سیمو ته وړې وې، د لاکډاون له امله هغه کالونیانې زیانمنې شوې.]
خو پوښتنه دا ده چې د خیبر پښتونخوا مچۍپالي د پاکستان نورو سیمو ته ولې خپلې مچۍ وړي؟
په دې اړه د پیښور په زرعي پوهنتون کې د انټامالوجی څانګې مشره ډاکټر مهوش وايي، په صوبه کې یې پنځه موسمونه دي، دلته هر ډول ګل شته خاصکار په شمالي برخو کې. پکار ده چې حکومت له دې ګټه واخلي. په خلکو کې د شات مچیو پالنې عامه پوهاوی او روزنه پراخه کړي.
په پاکستان کې د شاتو مچيو کارو بار بنیاد افغان کډوالو ايښی دی.ډاکټر یونس خان
دا زیاتوي د شاتو مچيو ساتنه یو داسې کاروبار دې چې پوره کال به دا سلسله روانه ساتې، ګل پسې به مچۍ ګرځوې نو د خیبر پښتونخوا حکومت له پکار ده چې د ګلونو باغونه یې ولګوي او مچۍپالو ته يې په ګوته کړي. خو د مچیو ساتونکی عظمت علي شاه بیا وايي چې د شاتو مچیو ساتلو تر ټولو ښه ځای کرک دی.
دا چې د شاتو د مچيو ساتلو لپاره د کوم ډول روزنې ضرورت وي؟
له پېښور سره نيږدې د ترناب فارم زرعي تحقيقاتو مرکز کې د روزنیزې څانګې مشر ډاکټر يونس خان وایي، تر دا مهاله یې په سلګونه کسان روزلي دي خو دی زیاتوي، د شاتو مچيو کاروبار لپاره تر ټولو مهمه خبره پر دې پوهېدل دي چې د مچيو پالنه او خسمانه به څنګه کوې او له دې به ګټه څنګه پورته کوې.
ډاکټر یونس خان وايي، د نورو کاروبارونو په مقابله کې دا کاروبار په ډېره کمه سرمايه پیلېدای شي. پیل له پنځو یا لسو پېټیو کېږي چې ټول مالیت يې پنځوس زره روپۍ جوړېږی. له وخت سره سره بیا دغه مچۍ یو بل پسې زیاتېږي.
دا چې د شاتو د مچيو یو فارم د پالنې او خسمانې لپاره څومره کسانو ته ضرورت وي؟
د شاتو مچو ساتلو ښه ځای کرک دیغظمت علي شاه
د خيبر قبايلي ضلعې سره تعلق لرونکې جمیل اپرېدی وايي چې په ۱۹۸۵ کې يې د شاتو مچۍ پاللو کوچنۍ فارم ولګاوه چې اوس ورسره د شاتو مچیو دوه سوه بکسې دې او زیاتوي چې د ده په ګډون ټول درې کسان یې ساتنه کوي. کله کله دوه تنه هم بس وي.
جمیل اپرېدي وویل د سپرلی په موسم کې د مارچ له میاشتې تر جون پورې درې کسانو ته ضرورت وي، بیا له جونه تر سیپتمبره چې کله د بېرې ګل وغوړېږي نو بیا هم دوو نورو کسانو ته ضرورت وي.
انټامولوجسټ ډاکټر يونس وايي چې په ۱۹۸۰ ز کال د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو این ایچ سی آر د روزګار په نيت د اسټريليا په مرسته دوه زره د شاتو پېټۍ په پاکستان کې مېشته افغان کډوالو کې وېشلې وې چې ډېرې ښې نتیجې یې ورکړې وې. د نوموړي په خبره په پاکستان کې د شاتو مچيو کارو بار بنیاد افغان کډوالو ايښی دی.
د فېسبوک تبصرې