شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي ، د ستمبر له ۲۴ به په ټوله صوبه کې د پولیسو ناروغۍ ضد درې ورځنی کمپاین ترسره کړي.
د نوښار په ازاخېلو کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) د افغان کډوالو د ستنېدو یو مرکز چلوي چې د خیبر پښتونخوا له بېلا بېلو برخو څخه کورنۍ ورځي او له هغه ځایه په تورخم اوړي. په مرکز کې کډوال د ستنېدو په انتظار ول چې ورسره مو خبرې وکړې. دوی وايي، زړه یې نه غواړي، خو له مجبورۍ روان دي. ویډیو وګورئ.
د اګست پر ۲۰مه، په خیبر پښتونخوا کې د هنر او موسیقۍ د یوې شخصي اکادمۍ بنسټ کښېښودل شوی چې د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به کار پیلوي. په دې اکادمۍ کې به هغه کسان روزل کېږي چې هنرونه او موسیقي زده کول غواړي. د اکادمۍ بنسټ د صوبې یوه سندرغاړي همایون خان ایښی دی او غواړي د سیمې کلتوري او هنري ارزښتونه وساتي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
لوی اختر رارسېدلی او ګڼو خلکو د قربانۍ مال اخیستو لپاره د څارویو منډیۍ ته مخه کړې. ځېنې خلک وايي، څاروي دومره ګران دي چې اخیستای یې نشي. خو د پېښور په یوې منډیۍ کې څارویو خرڅوونکي وايي، په مالونو یې ډېر لګښت شوی او افغانستان ته یې برامد هم درېدلی نو ځکه یې بیې ټيټې شوې دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اګست پر ۱۲مه د بابړې د عامه وژنې په مناسبت په چارسده کې غونډه شوې. په ۱۹۴۸ز کال کې د هغه وخت حکومتي سرتېرو د خدايي خدمتګارو پر یوه لاریون ډزې وکړې چې پکې سلګونه کسان ووژل شول. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د باچا خان په نوم تعلیمي بنسټ په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر ښوونځي جوړ کړي چې له تعلیم سره ماشومانو ته هنرونه هم ورزده کوي. خو د دې بنسټ منتظمین وايي، سکولونه یې اوس له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي. د همدې لپاره دوی خیراتي غونډې کوي او ګڼي په دې لار به پیسې پیدا کړای شي. ویډیو وګورئ.
د ژغورنې ادارې ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې پر سهار له تاترې پارک او زرغون جومات سره نېږدې هغه مهال شوې چې د پولیسو لوړپوړی چارواکی اې ای جي اشرف نور په خپل ګاډي کې دفتر ته روان وو.
د اهل سنت عالمانو د خالي په ماښام یوه غونډه کې وویل چې اسلام چاته د ترهګرۍ او مذهبي توپیر پالنې اجازه نه ورکوي. دوی له خلکو غوښتنه وکړه چې د مسلمانانو ترمنځ د کرکې خورونکیو څخه دې ځانونه لرې وساتي.
د خيبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي ، هلته د ډېنګي ناروغۍ له کبله د مړو شمير اوس ۳۱ ته رسېدلی دی.
د قامي وطن ګوند مشرانو او غړو د خیبر پښتونخوا د ګورنر دفتر مخې ته مظاهره کړې. د دوشنبې (ګل) ورځې د مظاهرې موخه له حکومته غوښتنه وه چې قبایلي سیمې دې ژر په پښتونخوا کې ورګډې کړي او د پاکستان په وروستۍ سرشمېرنه کې دې د قبایلو د ابادۍ کره شمېر په ډاګه کړي. ویډیو وګورئ.
د چارسدې سردریاب یا د کابل سیند زوړ پل مات شوی دی چې پکې یو کس مړ او دوه کسه نور ژوبل شوي دي.
د لوی اختر په راتګ خلکو مال منډیو ته مخه کړې او د قربانۍ څاروي ګوري. په دوی کې اکثر وايي، د څارویو بیې لوړې دي. خو سوداګر وايي، دا ځکه ګران خرڅوي چې څاروي یې روغ او ښه ساتلي دي. راځئ چې د پېښور مال منډیۍ ته ورشو.
د خیبر پښتونخوا صحت محکمې یو چارواکی وايي چې د ډینګي ناروغۍ مخنیوي لپاره یې ګامونه پورته کړي چې پکې له دې ناروغۍ د متاثره شویو کسانو په اړه مالومات راوغنډول، خلکو له پوهاوی ورکول او ځیني نور اقدامات شامل دي.
د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې په صوبه کې د صحت ټولو مرکزونو او روغتونونو مشرانو ته حکم کړی دی چې په ډینګي ناروغۍ د اخته کسانو دې وړیا درملنه وکړي.
نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د پاناما اسنادو او پخواني وزیراعظم نواز شریف په اړه د دواړو ګوندونو په دریځ کې توپیر وو نو ځکه لارې بېلوي
د مشال خان پلار څه موده وړاندې عدالت ته خواست کړی و چې په مردان کې د دوی د کورنۍ غړي او وکیلان له خطر سره مخامخېدای شي نو د قضيې اورېدنه دې په بل کوم محفوظ ځای کې وشي.
په پاکستان کې د افغانستان مرستیال سفیر زرتشت شمس د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې د ژوبلې سندرغاړې زرڅانګې پوښتنې ته ورغلی. زرڅانګه د خالي پر ورځ په نوښار کې د خپلو ګاونډیو او د دې د زامنو تر منځ په نښته کې ژوبله شوې وه. شمس سندرغاړې ته د افغان چارواکو د خواخوږی پیغام ورکړ او ورسره مالي مرسته وکړه.
په پېښور کې مدني او سیاسي فعالانو او پوهانو د پاکستان سرکاري ټېلېوېژن (پي ټي وي) په اختریزه مشاعره کې د یوه شاعر د هغو شعرونو پر ضد مظاهره کړې ده چې پکې د دوی په وینا، ((د پښتنو سپکاوی)) شوی دی. احتجاج کوونکو له چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې اقدام وکړي. ویډیو وګورئ.
په بلوچستان کې د ډېر باران له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او په لوی شمېر کورونو او دوکانونو ته مالي زیان رسېدلی دی.
پېښور: د خيبر پښتونخوا د بلدیاتو وزير عنايت الله خان وايي چې د سږ کال په بجټ کې یې په صوبه کې د نوو پرمختیايي منصوبو لپاره څه د پاسه ۲۸ اربه روپۍ بېلې کړې دي.
نور وښیئ