د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا محمد هاشم: ولس باید ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي


د پولیو ضد کمپاين پخوانی عکس
د پولیو ضد کمپاين پخوانی عکس

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي ، د ستمبر له ۲۴ به په ټوله صوبه کې د پولیسو ناروغۍ ضد درې ورځنی کمپاین ترسره کړي.

په دې اړه د ستمبر پر ۲۲ د خیبر پښتونخوا په چارسده کې غونډه شوې ده چې د واکمن ګوند غړو او دیني عالمانو پکې ګډون کړی وو.

د چارسدې په لوی روغتون کې شوې دې غونډه کې د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې د چارسدې ضلعي امیر مولانا محمد هاشم او د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل شکور خان موجود وو.

د پولیو د مخنیوي ادارې – آی پي آی -یو چارواکي ډاکټر محمد عارف مشال ریډیو ته وویل چې د ټول ملګ غوندې به په خیبر پښتونخوا کې هم دا درې ورځنی کمپاین ترسره شي د کوم لپاره چې د ده په وینا اړوند تیارۍ شوې دي.

دوي وايي په دې کمپاین کې به ۶۰ لکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي او څاڅکي ورکونکې ډلې به کور پر کور ګرځي ، د صحت مرکزونو ته به ځي او هم به داسې په روغتونو کې ورکول کېږي.

ډاکټر محمد عارف وویل چې که یو پلو د پولیو نویو ناروغانو شمېر کم شوی دی خو بل پلو د هغو پلرونو شمېر زیات شوی دی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو له ورکولو انکار کوي.

د ملګرو ملتونو د ادارې - یونیسسف – یو چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د تېرو کلونو پرتله دا ناروغي اوس په پاکستان کې ډېره کمه شوې ده.

ده وویل چې په روان کال په ټول ملک کې د پولیو څلور کیسونه مخې ته راغلي دي چې پکې درې په بلوچستان او یو د خیبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې دی.

مولانا محمد هاشم مشال راډیو ته وویل د پولیو ضد څاڅکي یو جایز عمل دی ، دوي یې خپلو ماشومانو ته ورکوي او پر ولس هم غږ کوي چې خپلو بچیو ته دا څاڅکي ورکړي.

د حکومت لخوا په هره یو ضلع کې د دیني عالمانو او مقامي مشرانو په ګډون کمیټۍ جوړې شوې دي چې د جرګو له لارې انکاري کورنۍ پر دې سلا کړي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په هغو بیخې لږ هیوادونو کې دي چې دا ناروغي لا هم پکې موجوده ده.

XS
SM
MD
LG