صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ اته کسیزه بنچ ددې قانون په ضد د دریو اپیلو په اساس د یوې قضیې اورونه پېل کړي وه او امر یې ورکړې وو چې د قضیې د بشپړه فېصلې پوري به له پارلیمانه منظور شوې قانون نه عملي کیږي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې پاکستان دې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې د کاروبار لپاره پرانېږي چې دا ډول د دواړو غاړو پښتانه په اسانه خپله روزي وګټي. نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه په پښين ښار کې د اختر په تړاو يوې ولسي غونډې ته وينا وکړه.
په پاکستان کې د ګرانۍ زیاتېدو له کبله د کوټې بېوزله خلکو د استعمال شویو جامو دوکانونو ته مخه کړې ده. دوی وايي، د نویو جامو جوړولو وس نه لري نو ځکه د اختر لپاره د کباړ له دوکانه کالي اخلي. ویډيويي رپورټ.
یشب خان درانی د کوټې اوسېدونکی دی چې له تېرو پینځو کلونو راهیسې په خپل کور کې بهرني توتیان ساتي او خرڅوي یې. دی وايي، له کوچنیوالي یې له مارغانو سره مینه لرله. درانی وايي، له ۳،۰۰۰ روپیو څخه یې کاروبار پیل کړ او اوس د لکونو روپیو توتیان خرڅوي. له نوموړي سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
د بلوچستان په کوټه کې حاجي عبدالله هر کال د بې وزلو لپاره روژه ماتی برابروي. نوموړي دا کال هم دغسې کړي دي. هغه وايي پر لاره تيريدونکي مسافر او وس نه لرونکي خلک کولی شي وړيا روژه ماتی وکړي. په دې اړه د عبدالصمد شبنم ويډيو راپور وګورئ.
روش(روسټ) يو ډول دوديز خواړه دي چې د پښتنو په زياتره هوټلونه کې پخېږي. ډېری خلک روش مالګين پخوي. د مشال راډيو خبريال صمد شبنم په کوټه کې د روش پخولو له يو اشپز سره مرکه کړې او هغه د دې خوړو په اړه تفصيل ورکړی دی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنې د دوو پولیسانو په ګډون څلور کسان وژلي او ۱۹ نور يې ژوبل کړي دي. د کوټې د پولیسو مشر زوهېب محسن خبریالانو ته وویل چې چاودنه د اپرېل پر ۱۰مه د کوټې په کندهاري بازار کې د پولیسو موټر ته نېږدې شوې ده.
د خیبر پښتونخوا په څېر په بلوچستان کې هم په دې وروستيو کې ناامني زیاته شوې ده. د اپرېل پر نهمه د صوبې په کچلاغ سيمه کې له وسلوالو سره په نښته کې دوه پولیسان او یو وسلوال وژل شوی وو.
مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه پولیسو د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پولیسو نوموړی د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې نیولی چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.
د لادرکه بلوڅانو د خوشې کولو د غوښتنې لپاره د هغه د ناستې پنځه زره ورځې پوره شوې. د ماما قدیر په خبره د ۲۰۰۹ز کال د اکتوبر پر۲۷مه یې هغه وخت دا احتجاجي کېمپ پېل کړ کله چې یې خپل زوی لادرکه شو.
د پښین اوسېدونکی صدیق الله د ګاډو او موټرسايکلونو له ناکاره ټایرونو داسې توکې جوړوي چې خلګ کار ورڅخه واخلي. د نوموړي په وينا د دې کار مقصد یې خلګ د ټایرونو له سوځولو راوګرځول او چاپېریال پاک ساتل دی. صديق الله وايي چې مخکې یې دغه شیان د خپل شوق لپاره جوړول
مظاهرینو شکایت کاوه چې دوکانداران پر خپله خوراکي توکي او د ضرورت نور سامان خرڅوي
په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې "ډېجیټل سرشمېرنه" روانه ده چې پکې کارکوونکي کور په کور ګرځي. دا د پاکستان لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنه ده. په دې ویډیويي رپورټ مو د پښین په کلیواله او د مردان په ښاري سیمو کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې بهیر ته کتنه کړې ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فېډرېشن یا پي اېس او) د مارچ پر ۱۲مه په ښوونځیو کې د ماشومانو د داخلولو او په ټولګیو یا کلاسونو کې د استادانو د حاضرۍ زیاتولو کیمپېن پیل کړ. ویډیويي رپورټ.
د جماعت اسلامې ګوند مشر سراج الحق احتجاج ته په خپله وینا کې وویل چې د مولانا هدایت الرحمان د خلاسون لپاره حکومت ته د یوې اونۍ وخت ورکوي.
د هرنايي یوه انتظامي مشر مجید جوګېزي د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې درېواړه پېښې د مارچ پر نهمه شوې دي. دی وايي، په لومړۍ پېښه کې هغه ټریکټر د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو چې د سکرو کان ته یې اوبه وړې.
د بلوچستان د کروندګرو ټولنې د مارچ پر دويمه د بجلۍ لوډشېډنګ ضد کاربندیز کړی او د صوبې یوشمېر مهمې لويې لارې يې تړلې وې. اخوا په کوټه کې د پاکستان د اوبو او برېښنا چارو ادارې (واپډا) یوه چارواکي محمد افضل مشال رېډیو ته ويلي چې کروندګر د بجلۍ بېلونه نه پرې کوي نو ځکه یې ورباندې برېښنا بنده کړې ده.
د خبریالانو د اتحادیې مشر عرفان سعید مشال راډیو ته ويلي، په بلوچستان کې په لومړي ځل د يوه وژل شوي خبریال عدالتي مقدمه وروستي پړاو ته رسېدلې وه، خو پرېکړه د دوی د تمې برعکس وشوه.
د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبي مري مشال راډیو ته وویل چې که ماهل بلوڅه په کوم غير قانوني کار کې ککړه وي نو پولیس دې یې له ثبوتونو سره عدالت ته وړاندې کړي.
نور وښیئ