قاسم خان مندوخېل د مشال ريډيو ويب ايډيټر دی، د افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان په اړه رپورټونه جوړوي.
یونیسکو وايي، په مورنۍ ژبه بنیادي تعلیم د زغرده فکري او علمي ودې کیلۍ ده. د مورنیو ژبو ژغورنه زموږ د جهاني کلتورونو او طبعي میراثونو خوندیتوب دی.
د ار ایس ایف مشر ډېنیل بسټرډ په یو بیان کې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو لپاره قاعدې او ضابطې ضروري دي خو د دې په بهانه دې سنسرشپ نه کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا نورستانۍ د رایو په ډاګه کولو پرمهال وویل چې محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ګټلو د افغانستان ولسمشر په توګه اعلانېږي.
دا قوانین وفاقي کابینې د جنورۍ په میاشت کې د ولس سره د سلا مشوری بغیر منظور کړي وو ، خو په اړه يي په میډیا کې مالومات د فبرورۍ په ۱۳ مه خپاره شول.
پښتون ژغورنه غورځنګ د نهې په ورځ په ټول پاکستان کې د خپل مشر منظور احمد پښتین د نیونې خلاف په ټول پاکستان او ګرده نړۍ کې د لاریونونو او احتجاجونو اعلان کړی دی.
ولسمشر ټرمپ پر ایران د نورو اقتصادي بندیزونو لګولو دړکه ورکړه او زیاته یې کړه چې دا بندیزونه به تر هغو وي چې ایران لارې ته نه وي راغلی.
د امریکايي پوځي مرستې دا پروګرام ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اسلام اباد د دې تور لګولو پس کنګل کړ چې ویل یې پاکستان دترهګرۍ پروړاندې کافي اقدام نه کوي.
د عادل شاه وکیل بېرېسټر اسلام خان وردګ وايي نه یوازې د ده موکل بلکې دغه ډول نور په زرګونه هغه وګړي چې مېرمنې یې د برېتانیا هېواد دی او دوی د بل وطن دي، له دې ګټلې مقدمې ګټه اخېستلی شي.
د بشري حقوقو کمیشن غړي شمس مندوخېل وايي،لویه ستونزه دا ده چې دلته ولس ته حقونه نه ورکول کېږي، دوهمه لویه ستونزه دا ده چې خلک ګرسره په خپلو حقونو خبر نه دي
د مولانا فضل الرحمن وینا وه چې پاکستان په نړیواله کچه او په سیمه ییزه کچه تنهايی ته تللی دی او دوی به یې له دې ګوښه توب راباسي.
د مسلم ليګ ن، پيپلز پارټۍ، عوامي نيشنل پارټۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د نورو سياسي ګوندونو مشران او کارکنان هم په دې لاریون کې برخه اخلي.
خلیلزاد د افغانستان سولې په تړاو د خپل سفر نوی دور تېره دوشنبه (اکتوبر ۲۱مه) په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره له لیدنې پیل کړ.
روسیې، چین او پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ بې له ځنډه د خبرو اترو بیا پیلېدو او یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره خپل ملاتړ وښود
د کراچۍ پر سپر های وې د ډرایورانو د وژنې پرضد نن پنجشنبه په ټول پاکستان کې د ټرانسپورټرانو ټولنې (یونایټېډ ګوډز ټراسپورټ الاینس) توره ورځ اعلان کړې
اڅکزي په خپله وینا کې په دعوه سره وویل چې دا وخت په پاکستان کې د جمهوریت لپاره ریښتونې مبارزه یوازې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز او بل پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکنان کوي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستانیو چارواکیو سره په داسې حال کې لیدلي چې د افغان طالب استازیو یو ۱۱کسیزه پلاوی هم نن په چارشنبه اسلام اباد ته په سفر دی.
مولانا محمد حنیف د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مرکزي مرستیال جنرل سېکرېټري، د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د چمن ضلعي امیر وو.
بیان زیاتوي چې پاکستان تل د اخ وډب (تشدد) غندنه کړې او پر ټولو خواوو یې د پرامنه اوسېدو او د سولې بهیر پرمخ بیولو ته د ژمن پاته کېدو غږ کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ویلیج یا شنې ساحې ته نږدې شوې ده.
له مسکو سره نېږدې د یوه کروندګر په پټي کې یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې چې له کبله یې د نهو ماشومانو په ګډون ۲۳ ته ټپیان روغتون ته رسول شوي.
نور وښیئ