قاسم خان مندوخېل د مشال ريډيو ويب ايډيټر دی، د افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان په اړه رپورټونه جوړوي.
عبدالصمد خان اڅکزي د کتاب ”زما ژوند او ژوندون“ ډاکټر غلام سرور په اسلام اباد کې د اوکرایني سفارت د یوه ډپلوماټ وسیلي ایواشکو په مرسته او زیار له پښتو ژبې اوکراینۍ ته ژباړلی دی.
د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مجروح خبریالانو ته وویل چې په پېښه کې لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ژوبل دي.
د پاکستان وزيراعظم د امريکايي ولسمشر د بیان په ځواب کې ویلي چې د پاکستان پر ضد د ښاغلي ټرمپ کړې څرګندونې بايد سمې کړل شي.
سپینې ماڼۍ ایراني تېل اخیستونکي ګواښلي چې د دغه هېواد پر تېلو تکیه صفر ته راورسوي ګنې د امریکا ناغو ته مخامخ کړل شي. امریکا اته هېوادونه تر ۱۸۰ورځو پورې د ایران تېل اخیستو ته پرېښي دي.
د طاهر بوډۍ مور، مېرمن او د هغه اووه ماشومان د خپل پلار ستنېدو ته لالهانده دي. د هغه وړه لور فاطمه بیا بیا له هر چا تپوس کوي چې پلار به یې کله راځي.
عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی په ۱۹۵۹م کال دکندهار په سپین بولدک کې زېږېدلی و او د کابل له حربي پوهنتونه یې زده کړې ترلاسه کړې وې.
د اب و هوا بدلون مخورو څېړونکیو خبرداری ورکړی چې د نړۍ تودښه کې خطرناکه لوړولی باید په زغرده ګامونو ورو کړل شي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر پر ملگرو ملتونو غږ وکړ چې د افغانستان پر پولو دې نړیوال پوځ وګوماري چې په دغه هېواد کې د ګاونډیانو د لاسوهنې مخنیوی وکړي.
د انځورګرې شېرین نشاط په لاسونو کښلي انځور باندې د پښتو د یوه وتلي انقلابی شاعر رحمت شاه سایل یو نظم چاپ شوی چې د ملالې یوسفزۍ په ویاړ یې پر هغې تر برید وروسته لیکلی وو.
د نوبېلوالې ملالې یوسفزۍ پلار وايي چې د هغه کښلی کتاب ”پرې یې ږدئ چې والوځي“ به ډېر ژر د نومبر پر اتمه نېټه له برتانیا او پر ۱۳مه نېټه له امریکا خپور شي.
دا ميوزيم باچا جو واو پنځم په ۱۸۱۸ م کال کې جوړ کړی وو چې پکې تاريخي اثار پراته ول.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي د امریکا لخوا یې په هېواد بندونکې ۳۰۰ ملیونه ډالره امداد نه بلکې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې لګول شوی پاکستان لګښت دی او پکار ده چې امریکا یې ادا کړي.
اسد قیصر په تېر موده کې د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ سپیکر وو او د هغه پروړاندې د مخالفو ګوندونو امېدوار خورشید په تېره قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر وو.
نن دوشنبه د پاکستان د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبايي اسمبلیانو لپاره نویو ټاکل شویو استازیو د خپلې راتلونکې پارلېماني مودې لپاره لوړه وکړه.
د غزني ولایت پر مرکز وسله والو طالبانو برید کړی چې د چارواکیو په خبره د هغوی پر شا تمبولو لپاره لاهم سخته نښته روانه ده.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د متحده اپوزیشن ګوندونو په دغه ښار کې د الېکشن کمېشن ترمخ په خپله احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېشن ناکامه شوی دی او زر تر زره دې استعفا ورکړي او په پاکستان کې یې د رڼو ټاکنو او منصافانه ټاکنو مطالبه تکرار کړه.
په پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونه نن په اسلام اباد کې د پاکستان الیکشن کمېشن ودانۍ مخې ته په یوه احتجاجي لاریون راوتي دي. دوی تور لګوي چې د جولاۍ ۲۵مې په عمومي انتخاباتو کې درغلي شوې وه.
'د پاکستان انتخاباتو قانون کې داسې تجویز نه شته چې د امنیتي ادارو اهلکاران دې په انتخاباتي مرکزونو کې دننه وګمارل شي.'
پاکستان مسلیم لیګ نواز او متحده مجلس عمل د ټولټاکنو پایلې رد کړې او نن د جمعې ورځې ناوخته یې په اسلام اباد کې د یوې ټول ګوندیزې غونډې رابللو ږغ یې کړی دی.
سیاسي شنونکي د بلوچستان سیاست لپاره دا یو ډېر لوی زیان بولي او وايي د دغه ګوندونو د ماتې یا شکست تر شا انتخابي لاسوهنه او په ووټونو کې درغلي هم یو لوی سبب بولي.
نور وښیئ