محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
چارواکي وايي چې د کراچۍ په کورنګۍ ابراهيم حیدري سيمه کې د قبايلي سیمې مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکی د یوه هلک او یوې نجلۍ د پوسټ مارټم ښيي چې دواړه د بجلۍ په کرنټ وژل شوي دي.
د کراچۍ په ابراهيم حیدري سيمه کې نېږدې يوه مياشت وړاندې د وژل شوي هلک او نجلۍقبرونه د چارشنبې په ورځ په دې غرض پرانستل شوي وو چې وکتل شي په رښتيا يوه پېغله او زلمی د بجلۍ په کرنټ ورکولو وژل شوي يا نه.
د مشال خان خور ستوريه اقبال وايي چې هغه د مردان تعليمي بورډ تر ټولو غوره زده کوونکې اعزاز لري خو د مشال خان تر وژلو وروستو ورته ممکن نه وه چې خپله تعليمي سلسله روانه وساتي.
د نړۍ غوره پوهنتونونو په يوه سروې کې راغلي چې سږ کال له ټول پاکستانه يواځې څلور پوهنتونونه د نړۍ په ۱۰۰۰ غوره پوهنتونونو کې شامل شوي چې پروسږ کال یې شمېر اووه وو.
د راولپنډۍ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په خپله پرېکړه کې د بېنظیر بوټو وژنې په معامله کې د نيول شويو پينځو کسانو پرېښودو امر هم کړی. په نيول شویو کې رفاقت حسېن، اعتزاز شاه، رشيد او شېرزمان شامل دي.
په قامي اسمبلۍ کې د بحث پرمهال د کورنيو چارو پخواني وزير او د واکمن ګوند مسلم ليګ ن غړي چودري نثارعلي خان وويل چې د امريکا د صدر بيان د هر پاکستاني سپکاوی دی،
د قبايلي سيمو د پارلېمان استازي وايي دوی د مرکزي حکومت له خوا جوړ رواج اېکټ او موجوده اېف سي ار قانون کې هېڅ فرق نه ويني.
د پاکستان قامي سلامتيا کمېټۍ د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ هغه ټول تورونه رد کړي چې پکې پر پاکستان تور لګول شوی وو چې دلته د ترهګرو پټنځايونه جوړ دي.
د پاکستان په سېنېټ کې جوړ د هندو پاک دوستۍ ګروپ له خوا په يوه غونډه کې سپارښتنې ورکړي چې پکې ويل شوي د دواړو هېوادونو اړيکې ښې کولو لپاره په پارلېماني کچه دې خبرې اترې وکړې شي.
د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې ده چې د ايين په ۶۲ او ۶۳ دفعو کې د بدلون راوستلو مسله به د پارليمان مرکزي کميټۍ ته وړاندې کوي.
د سري لنکا کرکټ بورډ د مشر ترڅنګ د پاکستان کرکټ بورډ نوي مشر نجم سيټي هم په يوه مرکه کې ويلي چې د نړيوال کرکټ کونسل (اي سي سي) یوه امنیتي ډله یې ورځ دوو کې هېواد ته ورروانه ده چې د لوبې لپاره امنیتي چارو ته وروستۍ بڼه ورکړي.
د قبايلي سيمو زده کوونکي او سياسي مشران وايي په ۱۴م اګست پاکستانيان د ازادۍ ورځ لمانځي خو له دوی سره شوي لوظونه نه پوره کېږي نو ځکه يې د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد او پېښور کې احتجاجي مظاهرې کړي چې ولسمشر، وزيراعظم او نورو سياسي مشرانو ته د اصلاحاتو په اړه خپل لوظونه ور ياد کړي.
د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي دا درېم ځل دی چې له حکومته ويستل کېږي، په کروړونو خلک وزيراعظم وټاکي او يو څو کسان يې له دندې ليري کړي.
شهاب الدين خان او نورو مخورو د خبرې غونډې پر مهال وویل چې د شخصي ټیلي ويژن بول کوربه عامر لياقت حسين د وزير قبيلې په اړه په خپله خپرونه کې نامناسبه خبرې کړې وې.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د قومي اسمبلۍ د غړې عایشې ګلالۍ وزیرې له خوا د تحریک انصاف پر مشر عمران خان د لګول شوو تورونو د څېړلو لپاره د کمېټۍ جوړول پیل کړي دي.
د غېر دولتي ادارې سي پي ډي ايي (د سولې او پرمختګ نوښت مرکز) د سېوري لاندې د پنجشنبې په ماښام يوه احتجاجي مظاهره د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته وشوه چې پکې له مرکزي حکومته دا غوښتنه وشوه چې د معلوماتو ته د رسايۍ کوم قانون په جوړولو چې کار روان دی په هغې کې دې بدلون وکړی شي ځکه چې دا يو کمزوری قانون دی، بايد له منظورۍ وړاندې په دې اړه د مدني ټولنې د فعالانو او له خبريالانو سره هم سلا مشورې وکړې شي.
بازمحمد خان وايي چې د اعلی وزير پروېزخټک ترڅنګ يې د پوليسو د ضلعي او صوبايي مشرانو سره هم ليده کاته کړي دي خو لا هم ورته کوم مثبت خبر نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان د سېنټ په بهر ملک کې اوسیدونکې پاکستانیانو او د انساني وسایلو لپاره د پرمختیا کمېټۍ مشر وايي، په بهرنیو هېوادونو کې په زرګونه بندي پاکستانیانو لوی شمېر په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې دی.
نواز شریف اعلان کړی چې شاهد خاقان عباسي به لنډمهاله وزیراعظم وي او له هغه وروسته به شهباز شریف د ده ځای ناستی وټاکل شي چې اوسمهال د پنجاب صوبې وزيراعلا دی.
امريکا او چين په پاکستان کې راغلو سیاسي بدلونونو ته په اشاره ويلي چې د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف نااهلي د دې هېواد داخلي معامله ده.
نور وښیئ