محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
غونډه په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د غېرسرکاري ادارې سي جي پي ای له خوا جوړه شوې وه جې پکې د فاټا اصلاحاتي رپورټ په اړه خبرې وشوې.
په پاکستان کې مذهبي ګوندونو لکه د تېر وخت متحده مجلس عمل غوندې يو ځل بيا يوه ډله کېدلو لپاره هڅې پېل کړې دي.
د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو سیفران وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، پوځ غواړي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا تر ورګډولو مخکې په قامي بهیر کې شاملې شي.
په اسلام اباد کې د يو شخصي ټي وي سره کارکوونکی خبريال ګوهر مسود شاوخوا نهه کاله وروسته خپلې سيمې ته تللی. د راه نجات عملياتو وروستو دا وړومبی ځل وو چې دوی وړوکی اختر په خپل کور کې ونمانځو.
۲۶کلن عدنان حېدر د کرمې ایجنسۍ د مرکز پاړه چنار اوسېدونکی دی او اوس د اسلام اباد په کلتوري اداره - لوک ورثه - کې د رباب مینه والو ته زده کړې ورکوي.
د خېبرپښتونخوا حکومت د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د ساتنې لپاره د خصوصي ځواک د جوړولو پرېکړه کړې ده چې د خلکو د استخدمولو پروسه به له راتلونکې میاشتې نه پیل شي.
د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د رشکۍ اقتصادي زون د جاج اخستلو لپاره د چارشنبې په ورځ چيني چارواکو، سرمايه کارو او د خېبرپښتونخوا حکومتي غړو د دغه ځای دوره کړې ده. صوبايي حکومت په پېښور - اسلام اباد موټروی د کرنل شېرخان انټرچېنج سره نزدې ۲۰۰۰ اېکړه ځمکه د دې منصوبې لپاره ځانګړې کړې ده.
د مشال پلار وايي چې يو غريب سړی دی، که د هېواد ادارې ورته انصاف نه ورکوي نو بله هېڅ لار ورسره نشته چې له خپلو بچیو سره په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو لوی دفتر مخې ته لاړ شي او هلته ټولې نړۍ او د پاکستان بشر دوسته ولس ته اپيل وکړي چې د هغه لپاره انصاف وغواړي.
د لاهور په بادامي باغ علي پوره سيمه کې د سېشنبې په ورځ يو تن خپله خور او خورزه د غېرت په نوم وژلي دي.
د پاکستان په سېنېټ کې د مواصلاتو لپاره جوړې کميټۍ تور لګولی چې د مالي کال ۲۰۱۶۔۱۷ د پرمختيايي پروګرام له مخې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د غربي لارې لپاره هېڅ پېسې نه دي ايښودل شوې.
د وزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز ويلي چې د پاناما اسنادو پلټونکې ډلې ته هم دا نه ده معلومه چې پر دوی کوم تورونه لګول شوي خو بيا هم دوی د خپلې کورنۍ هر رنګ احتساب ته تيار دي.
د ګل په ماښام په اسلام اباد کې هم د پاکستان په سرکاري ټي وي “PTV” په نشر شوي شعر کې د پښتون قام د سپکاوي پرضد مظاهره وشوه.
د خیبرپښتونخوا د حکومت له خوا بهرتي کړل شوي عارضي استاذانو "ټيچنګ اسسټنټ" د اتحاديې يو شمېر غړو د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده. هغوی غوښتنه کوي چې صوبايي حکومت دې له دوي سره کړې د مستقلۍ ژمنه پوره کړي. د مشال راډیو خبریال محمد عمران په دې اړه دا ویډیويي رپوټ ب
د خېبرپښتونخوا حکومت له خوا بهرتي کړل شوي عارضي استاذانو "ټيچنګ اسسټنټ" د اتحاديې يو شمېر غړو د جمعې په ورځ د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او غوښتنه يې وکړه چې صوبايي حکومت دې له دوي سره کړې د مستقلۍ ژمنه پوره کړي.
د جون پر ۲۳مه د کويټې په جي پي او څلورلارې کې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړي مجيداڅکزی پر ګاډي د وژل شوي ټرېفکي پوليس افسر عطاالله کورنۍ دعوه کړې چې د روغې جوړې په نوم له دوي سره دوکه شوې ده او دوی کله هم د پېښې ملزمان نه بخښي.
رسنۍ وايي، پېښه د بهاولپور د احمدپور په سیمه کې پر لویې لار شوې ده. د سیمې یوه انتظامي مشر رانا محمد سلیم رسنیو ته ویلي چې پر لویې لار د تېلو یو ټانکر اوښتی وو او خلکو ورڅخه تېل وړل چې پکې اور بل شو.
د کراچۍ ښار په سايټ سيمه کې د جمعې په ماښامحبيب څلور لارې ته نزدې نامالومه وسله والو څلور پوليس په ډزو وژلي دي.
د پاکستان د سيند صوبې د لږکيو لپاره د اعلاوزير سلاکار ډاکټرکټومل جيون وايي چې په صوبه کې د هندو وګړو په زوره د مذهب بدلولو د پېښو زياتېدو وروسته يې پرېکړه کړې چې د لږکيو د تحفظ هغه قانون چې ګورنر نه وو منلی، بيا صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړي.
د پاناما اسنادو مخې ته تر راتلو وروستو د سپريم کورټ په امر د وزيراعظم نوازشريف د کورنۍ د مالي اثاثو جاج اخېستلو لپاره جوړه پلټنيزه ډله جي اي ټي نن د پنجشنبې په ورځ خپل درېم راپور عدالت کې جمع کوي.
په خېبر پښتونخوا کې ځینو سياسي مشرانو ته پوليسو ويلي چې په اختر کې دې د امنيت په خاطر خپل تګ راتګ محدود کړي او سرکاري بدرګه پولیس دې تل له ځانه سره وساتي.
نور وښیئ