د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د وژل شوي هلک او نجلۍ قبرونه وسپړل شول


د کراچۍ په ابراهيم حیدري سيمه کې نېږدې يوه مياشت وړاندې د وژل شوي هلک او نجلۍقبرونه د چارشنبې په ورځ په دې غرض پرانستل شوي وو چې وکتل شي په رښتيا يوه پېغله او زلمی د بجلۍ په کرنټ ورکولو وژل شوي يا نه.

د ښار د جناح روغتون يو چارواکي ډاکټر قرارعباس د چارشنبې په ورځ مطبوعاتو ته وويل چې د هلک او نجلۍپر بدن د تشدد او د بجلۍ د لوی کرنټ نښې موندل شوي. د نوموړي په وينا چې د هلک پر سر د تشدد او د نجلۍپر اوږو او پښو هم نښې موجود دي. د هلک پر لاس د بجلۍ د کرنټ ښکاره نښه په نظر راځي او معلومېږي چې له لاس سره سره د هغه پر سينه هم تېز کرنټ لګول شوی. اوس دا پلټنې روانې دي چې زهر خو نه دي ورکړل شوي.

دا ټولې پلټنې له هغې وروستو وشوې چې په مطبوعاتو کې دا پېښه رامخې ته شوه. د سيمې د پوليسو يو مشر امان مروت مطبوعاتو ته ويلي چې دا پېښۀ تېره مياشت رامنځ ته شوې وه چې کله پينځلس کلنه نجلۍله يوه اوولس کلن هلک سره له کوره تښتېدلې وه.

د نوموړي په وينا چې دواړه پر یوه کټ پورې تړل شوي وو او شاوخوا د دېرش کسیزه جرګې یې وژلو فېصله کړې وه خو اوس هغوی ټول پټ دي.

مروت وايي، لومړی نجلۍ او په بله ورځ هلک وژل شوی وو. د هغې پېښې په تړاو تر دې دمه څلور کسان نيول شوي دي.

د ځايي خلکو په وينا چې دواړه کورنۍ پر دې رضا شوې وې چې د هلک او نجلۍ واده وکړي خو جرګې دا نه وه منلې او هم د جرګې په وينا دواړه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG