په اسلام اباد کې د پاناما اسنادو پلټونکې ډلې ته وړاندېدو وروستو له مطبوعاتو سره په خبرو کې مريم نواز وويل چې تر دې دمه ورته نه دي ویل شوي چې تر کوم تور لاندې ترې پلټنې کېږي. هغې وویل په نړۍ کې چې پلټنيزې ډلې جوړول کېږي نو هغوی اول تور لګوي بيا پلټنې کوي خو دا يوازينۍ ډله ده چې تر جوړېدو وروستو تورونه لټوي.
نوموړې زياته کړه چې کومې پوښتنې ترې وشوې، د هغې يې ځوابونه ورکړل خو بيا په پای کې د ډلې له غړیو هم وپوښتل چې په دوی تور څه دی، د کوم چې هغوی هېڅ ځواب ورنکړو.
مريم وويل چې د پاناما اسنادو په مقدمه کې د سپريم کورټ له خوا جاري شوې فیصله کې د دې نوم نه وو خو بيا هم د وزيراعظم د لور په حیث نن ګډې پلټنيزې ډلې ته وړاندې شوه.
هغې تور ولګولو چې له دې وړاندې د ‘ډان ليکس‘ په معامله کې هم د دې نوم اخېستل کېدو چې مقصد يې د دې پر پلار او د ملک په وزيراعظم فشار اچول دي.
مريم نواز په مخالفو سياسي ګوندونو هم بې له نوم اخستو نيوکې وکړې او ويې ويل چې ځيني خلک د ناروغتيا په بهانه له عدالتونو ځان خلاصوي او څوک د ملا درد بهانه کړي.
مريم د يو چا نوم اخېستو پرته وويل چې د چا کاروبار يا د ګټې وټې کومه ذريعه نه شته له هغوی هېڅوک پوښتنه نه کوي چې داسې له ارامه ډک ژوند څنګه تېروي. په پاناما کې د ډېرو خلکو نومونه راغلي خو يواځې پر دوی مقدمه چلول کېږي او له دوی پلټنې روانې دي.
له دې وړاندې اسلام اباد فيډرل جوډيشل اکېډمۍ ته د ورتلو پر وخت له مريم نوازشريف سره د هغې خاوند کېپټن (ر) صفدر، زوی جنېد صفدر، د اطلاعاتو مرکزي وزيره مريم اورنګزېب، د قامي اسمبلۍ غړی امير مقام او نور يوشمېر غړي موجود وو.
د مريم نواز ګډې پلټنيزې ډلې ‘ جي ای ټي‘ ته د وړاندېکېدو پر وخت په پلازمينه اسلام اباد کې د امنيت کلک ګامونه پورته کړل شوي وو او له ۲۵۰۰ نه زيات پوليس، اېف سي او رېنجرز اهلکار ګمارل شوي ول.
د دې ترڅنګ جوډيشل اکېډمۍ ته نزدې سرکونه هم د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره بند کړل شوي وو او په ځينو لارو کانټه تار لګول شوی وو.
د ذکر ده چې د پاناما اسنادو رامنځ ته کېدو وروستو وزيراعظم نوازشريف سپريم کورټ ته د يو کمېشن جوړولو خواست کړی وو له کومې وروستو چې روان کال د اپرېل پر شلمه نېټه عدالت يوه شپږ کسيزه ګډه پلټنيزه ډله يا "جي ای ټي" جوړه کړې وه او امر يې کړی چې په ۶۰ ورځو کې خپل راپور عدالت ته وړاندې کړي.
د عدالت له خوا يادې ډلې د جولايۍ لسمه نيټه حتمي ورکړل شوې او د دې نېټې پورې به پلټنيزه ډله خپل راپور عدالت کې جمع کوي چې وروستو به يې عدالت خپله حتمي فېصله اوروي.