په پاکستان کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک د دې دورې په اړه د زيارت يا پنجشنبې (جولايي ۱۳) په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې د چين يو شپېته کسيزه پلاوی دا وخت د پاکستان په دوره دی چې مقصد يې د ځانګړې اقتصادي زون لپاره د روانو هلو ځلو جاج اخيستل دي.
د دې ترڅنګ ياد پلاوی به له پېښوره تر کراچۍ د رېل نظام ښه کولو پروژې او په ګوادر کې د روانو منصوبو عملي کولو ته هم کتنه کوي. د خټک په وينا د دې دورې مقصد دا هم وو چې کوم سرمايه کار له چينه راځي نو هغوی لپاره موجودې موقعې او ترلاسه کوونکې ګټه هم وګوري.
د خېبرپښتونخوا حکومت له خوا ويل شوي چې هغوی دلته د ګاډو سامان جوړولو، د خوراک، معدنياتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ کمپنۍ جوړول غواړي چې په نتيجه کې به يې له يونيم لکو څخه تر درې نيم لکو پورې د روزګار موقعې پېدا شي.
خو بلخوا ته د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر دې پروژه نظر ساتونکی او دې لړ کې څيړنې کونکی، د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټرسيدعالم مسود وايي د رشکۍ اقتصادي زون لپاره دومره زمکه نه ده بېله شوې. هغه زياتوي: ((په بجټ کې چې کومې پېسې شودل شوې هغه ۲۰ کروړه روپۍ دي. په شل کروړه روپۍ دوی ۲۰۰۰ څه چې ۲۰۰ اېکړه ځمکه هم نه شي اخستلی.))
بلخوا د چين پاک اقتصادي راهدارۍ په ويبپاڼه د رشکۍ اقتصادي زون په اړه ليکل شوي چې دا ۱۰۰۰ اېکړه ځمکه باندې جوړېږي کومه چې له وړاندې ترلاسه کړل شوې ده.