نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست سوداګر غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له هېواده د زڼغوځیو د برامد لارې چارې پیدا کړي. دوی وايي، که په وخت یې زڼغوځي چین، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادر نه کړل نو خرابېږي او په مېلیونونو افغانۍ زیان به ورورسېږي. د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هغه هېواد نړیوال
په افغانستان کې له پخوا راهیسې په خصوصي او حکومتي سکټور کې د نوي ښوونیز کال د تیاري په خاطر ژمني کورسونه جوړېږي او نجونې او هلکان پکې زده کړې کوي.
په خوست کې د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز دفتر مشر محمداسحاق افغان مشال راډیو ته وویل، په دې ولایت کې د دوی او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو لخوا ۲ زره بې وزله کورنیو ته د نقدي مرستو د وېش پروګرام موجود دی.
په خوست کې د لوړو زده کړو له انسټېټیوټونو او ښوونځیو څخه د نجونو او هلکانو د فارغېدو لمانځغونډې روانې دي. فعالان او فرهنګپالان وايي، زده کړو ته د خلکو هڅونې لپاره دا ډول غونډې ګټورې دي. دوی ټینګار کوي چې د نجونو او هلکانو زده کړو لپاره باید مناسب شرایط برابر شي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان په خوست ولايت کې د خوړو د نړيوالې ادارې (ډبليو اېف پي) لخوا له ۸،۰۰۰ بېوزله او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو بهیر پیل شوی دی.
د خوست روغتیايي چارواکو یادې څرګندونې د نوامبر پر۱۸مه په ښار کې د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوي عملیاتو پر مهال مشال راډیو ته وکړې.
د خوست اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له سوداګرو، پانګوالو او له صرافانو سره په ګډه د افغانیو د نرخ د ټیکاو لپاره په یو اساسي میکانیزم کار وکړي.
د خوست اوسېدونکي وايي، د غلام خان پر لاره د مساپرو او په ځانګړي ډول د ناروغانو تګ راتګ خورا مشکل دی. دوی پر پوله له مشال راډيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې طالب چارواکي دې دا موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي او تګ راتګ دې اسانه کړي چې ناروغان د درملنې لپاره هغې خوا ته واوښتای شي.
دوی وايي، کله چې یو ناروغ په دې لاره د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، نو په بندر کې په اونیو، اونیو منتظر پاتې کېږي او هغه لوري ته په ډېر مشکله اوړي.
په خوست کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری UNHCR لخوا د وزیرستانیو کډوالو څه باندې اته زره کورنیو لپاره د نېږدې درې میلیونه امریکايي ډالرو د ويش بهیر پیل شو.
یاده نقدي مرسته چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری UNHCR لخوا برابره شوې، هرې کورنۍ ته (۳۴۵) امریکايي ډالر ورکول کیږي.
په خوست کې یو ښوونیزه غونډه جوړه شوې چې موخه يې د زوکړې پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټول دي. په غونډه کې ښځینه ډاکټرانو ته د درملنې نوي مهارتونه وروښودل شول. نور په دې ويډيو کې.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي وايي، بېکارۍ او بېوزلۍ د دوی ژوند له کړاونو سره مخامخ کړی دی. دوی زیاتوي، نه دوامداره کار پیدا کېږي او نه ورسره کوم کورني او بهرني مرستندویه بنسټ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. نور حال په دې ویډیو کې.
په خوست کې د هوا په سړېدو سره پر ماشومانو او لویانو کې د ټوخي او زکام ناروغي ډېره شوې او هره ورځ لسګونه کسان د دې ناروغیو د درملنې لپاره روغتونونو او کلینیکونو ته ورځي. ناروغ لرونکي په حکومتي روغتونونو او کلینیکونو کې د ښې درملنې تر څنګ د لازمو دوا درملو غوښتنه کوي.
دوی زیاتوي، نه دوامداره کار پیدا کېږي او نه ورسره کوم کورني او بهرني مرستندویه بنسټ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
په خوست کې د ۱۲م ټولګیو زده کوونکي وايي، د کورونا وبا او وروسته د طالبانو په لاس د افغانستان د حکومت په سقوط کیدو سره يې د زده کړو بهیر د خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.
ویزه لرونکي کسان وايي، که چیرې دوی ژر خپل پاسپورټونه ترلاسه نه کړي، نو په عربي هېوادونو کې به خپلې د کار ویزې له لاسه ورکړي.
د خوست زده کوونکو نجونو مشال راډیو ته وويل چې د ښوونځيو د تړل کیدو په موده کې خپلې راتلونکې ته انديښمنې وي او فکر يې کاوه چې ممکن د یو ښه راتلونکې لپاره د دوی هیلې سرته ونه رسیږي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سټراتيژيکو اړیکو مشر مولوي عبدالحکیم حمدي د نومبر په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې خلکو ته پاسپورټونه په هماغه پخوانیو اصولو وېشل کیږي. د دې لپاره بريښنايي تذکرې او يا هم له کورنيو چارو وزارت څخه تاييد شوې کاغذي تذکره پکاریږي.
د افغانستان د یوشمېر نورو برخو په څېر په خوست کې هم د کتابونو اخیستل او خرڅلاو کم شوی دی. کتاب پلورونکي او فعالان وايي، د دې یو لامل د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د پوهنتونونو او ښوونځیو مسلسلې رخصتۍ او د اګست په نیمايي کې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ راهیسې پر راتلونکې د ځوانانو د باور کمېدل دي.
نور وښیئ