نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره شوې چې ورته ګڼ لیکوالان او مینه وال ورغلي ول. د سېپټېمبر اوومې د مشاعرې ګډونوالو د طالبانو د حکومت له چارواکو وغوښتل چې د خلکو د فکرونو روښانولو او د ولسونو ترمینځ د باور او یووالي لپاره دې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د خوست په دوو ولسوالیو کې د ځوانانو د یووالي، له نشه يي توکو څخه یې د ساتلو او په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ مخنیوي لپاره د کرکټ سیالۍ پیل شوې دي. منتظمین وايي، د سیالیو لګښت د افغانستان لپاره د ناروې کمېټي ورکوي. په وروستیو کې په خوست کې د بېلابېلو لوبو دا ډول سیالۍ شوې دي.
په کابل کې د افغانستان استقلال ورځ په مناسبت د فټبال سیالیو پایلوله د پکتیا اتحاد او د کابل استقلال ترمینځ شوې. سیالۍ د افغانستان فټبال فیدارسیون جوړ کړی وو
په پکتیا ولایت کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټۍ نېږدې ۹،۰۰۰ کسان په لنډمهالي کار ګومارلي دي. هغه کسان د خپلو سیمو په ویالو، کارېزونو او سربندونو کې کار کوي او کمېټۍ ورته یوازې یو ځل ۱۰۰ امریکايي ډالره تنخا ورکوي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د طالبانو د حکومت د ښاروالۍ چارواکي وايي، هلته د ملګرو ملتونو په مرسته د بیارغونې ۱۷ پروژې روانې دي چې پکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. دوی وايي، په هره پروژه د څه د پاسه یو لک امریکايي ډالرو لګښت راځي. ویډیويي رپورټ.
په خوست ولایت کې اوس مهال د تفریح او ساعت تیري لپاره د هغه ولایت لېرې پرتو شنو او سړو سیمو ته د ځوانانو ورتګ زیات شوی دی. د سیمې خلک وایي پخوا د ګواښونو له کبله لېرې ځایونو ته نه شول تلای او څو محدودو ځایونو ته به ورتلل خو اوس د غرونو تر لمنو او ورشوګانو ورځي. تفصیل په ویډیو کې
په خوست کې د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکو ترمینځ د معارف جام په نوم د کرکټ ۱۰ اوریزې سیالۍ پيل شوي. په سیالیو کې ۲۴ لوبډلې برخه لري او جوړونکي یې وایي، هدف یې د ښوونځي او مدرسې ترمینځ واټن ختمول او د سیمې خلکو ته ساعت تیری برابرول دي. تفصیل د نجیب الله الوخېل په ویډیو کې
د افغانستان په خوست کې د ښاروالۍ لخوا د ښار پر عمومي جادو، سړکونو او کوڅو باندې لسګونه لوړ څراغونه له نصبېدو وروسته روښانه شول. د خوست اوسېدونکو د دې کار هرکلی کړی او غوښتنه کوي چې د ښار د ښکلا او د ښاریانو لپاره دې د ښاري خدمتونو د ډېرېدو لپاره نورې پروژې هم پلې شي.
د خوست په ورزې سیمه کې د جولای پر ۲۸مه د "ټن غر" په نوم کلنۍ دودیزه مشاعره وشوه چې پکې لسګونه شاعرانو او د ادب مینه والو ګډون وکړ. ټن غر مشاعره له تېرو څلورو کلونو راهیسې کې کېږي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان په پکتیا کې یو شمېر ځوانانو د سکېټ لوبې ته مخه کړې ده. ورزشکاران وايي، دوی د تمرینونو لپاره مناسب ځایونه نه لري او اړ دي، چې د لوبو لپاره د ښار کوڅو او لویو لارو ته ووځي.
د خوست د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکه کې د کبډي پایلوبه د مېټاخان عمري لوبډلې ګټلې. د کبډي لوبلړۍ نېږدې یوه میاشت مخکې پیل شوې وه چې هر مازیګر ګڼ خلک نندارې ته ورتلل. د سیالیو جوړوونکي وایي هدف یې د ځوانانو یووالی، له نشه یې توکو لیرې کول او د خلکو ساعت تېری دی. تفصیل په ویډیو کې.
د افغانستان په خوست او ۱۰ نورو ولایتونو کې له ښځو او نجونو پرته د دولسمو ټولګیو نارینه زده کوونکو د کانکور ازموینې دوه ورځنی بهیر د جولای پر ۲۰مه پیل شو. د ازموینې ملي ادارې د چارواکو په وینا سږ ک
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د طب له شپږ کلنې دورې څخه ۱۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شول خو نجونه پکې نه وې. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې نجونه پوهنتونونو ته له تګه منع کړې. له پوهنځي څخه په فارغو شویو کې ۱۰ تنه د خیبر پښتونخوا هم ول. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د طبعي علومو د درې ورځنۍ څېړنیزې غونډې ګډونوالو هغه ناسته د هېواد پر کچ په علمي برخه کې یو ښه پرمختګ بللې او له چارواکو يې غوښتي چې دا سلسله روانه وساتي. په غونډه کې د افغانستان د بېلابېلاو دولتي پوهنتونونو استادانو او ښوونکو برخه واخیسته. ویډیويي رپورټ.
خوستي کروندګر وایي، په هغه ولایت کې د هندواڼو کر ښه نتیجه ورکړې او د غلو دانو پرتله یې ګټه هم یوشمېر برابره زیاته ده. کروندګر زیاتوي که اړوندې ادارې ورسره د تخمونو، درملو او سرې په برخه کې مرستې وکړي نو خوست به د مېوو له اړخه پر ځان بسیا شي. ویډیويي رپورټ.
په دې وروستیو کې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند تفریحي سیمو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. سیلانیان وايي، د سیمې شین او ښکلی چاپیریال او سوړ طبیعت ورته په زړه پورې دی. د چارواکو په وینا، د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځاځي اریوب د سپینې ش
د ادارې په وینا د هغې ورځې د نمانځنې هدف یې دادی چې د لوبغاړو تر مینځ همغږۍ ډېره کړي، د هغوی پر ستونزو خبر شي او د هغوی د کار ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د خوست په ګلان کېمپ کې اوسیدونکي وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې نړیوال بنسټونه دې دوی سره د روغتیا، ښوونې روزنې، خوراکي توکو او نورو برخو کې مرستې اوږد مهاله کړي. په دې وروستیو کې د وزیرستانیو کډوالو لپاره د ښوونځیو په ګډون یو شمېر نو
د خوست اوسېدونکي وايي، چارواکي دې د ښي لاس سټېرېنګ لرونکو یا کانټینري موټرو د ثبت بهیر درې میاشتې نوره وغځوي. دوی وايي، په هغه ولایت کې کانټینري موټر زیات دي خو چارواکو یې رجسټرېشن ته کم وخت ورکړی دی. له ثبتېدو پرته ډرېوران په هغو ګاډو کې نورو ولایتونو ته نه شي تللای. ویډیويي رپورټ.
د خوست سپیرې ولسوالۍ اړوند د افغانۍ دوبۍ سیمه کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې له دوی سره د نړیوال خوراکي پروګرام، یو این ایچ سي ار او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا د مرستو درې میاشتنیو قراردادونو انديښمن کړي دي.
نور وښیئ