د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال ژمنۍ مرستې غواړي


د خوست ګلانو کېمپ - پخوانی انځور
د خوست ګلانو کېمپ - پخوانی انځور

د افغانستان په خوست کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو پر نړیوالو ادارو غږ کړی چې مرستې دې ورسره وکړي.

د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، وروستیو واورو او اورښتونو د دوی ژوند ډېر ستونزمن کړی دی.

له هغوی څخه ځینو د فبرورۍ پر پينځمه مشال راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يواېن اېچ سي ار) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) دې د نورو کلونو په څېر نغدې مرستې ورسره وکړي. هغوی زياته کړه چې په ژمي کې نه یوازې په خېمو کې ژوند کوي او د سونګ مواد نه لري بلکې ماشومانو او لوی عمر لرونکو کسانو ته ناروغۍ هم لګېدلې دي.

په سپیرې ولسوالۍ کې مېشت کډوال اسلام الدین اڅړ مشال راډیو ته وویل "د یو اېن اېچ سي ار او ډبلیو اېف پي نه مو دا مطالبه ده چې له موږ سره دې ژمنۍ مرستې وکړي ځکه ژمنۍ مرستې را باندې بندې شوې دي. زموږ خلک ډېر د غربت ژوند تېروي، په خاص ډول هغه وزیرستاني کډوال چې په افغان دوبۍ کې اوسیږي، په خیمو کې ژوند کوي، سخته یخني ده او بیمارۍ هم لګېدلې دي."

یو بل وزیرستانی کډوال نورت خان وايي، د واورو د اورښت او د یخنۍ په زیاتېدو د دوی ستونزې ډېرې شوې دي. د نوموړي په وینا، له هغوی سره به په تېرو کلونو کې د ژمي لپاره ځانګړې نغدي مرستې کېدلې، خو سږ کال مرستې نه دې ورسره شوي.

د سپیرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په غرییزه سیمه کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، په هغوی کې ډېرې داسې کورنۍ شته چې په روان ژمي کې يې د کوټې تودولو لپاره اور نه دی بل کړی او شپه او ورځ يې له ځانه کمپلې تاوې کړې وي.

په خوست کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو د یادو ستونزو په اړه په هغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو مشر مولوي محمد امان الهام مشال راډيو ته وويل "دا مسلې مو د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام له استازو سره په ګلان کېمپ کې شریکې کړې دي، خو هغوی د اوس لپاره د امکاناتو د نه شتون له کبله معذرت غوښتی دی."

د پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات پيل کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول.

په هغوی کې ګڼ شمېر د افغانستان خوست او پکتیکا ته اوښتي ول. اوس ډېری ستون شوي خو شاوخوا اته زره کورنۍ لا هم په خوست کې مېشتې دي.

XS
SM
MD
LG