نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترين په څلورو مقدمو کې له بري کېدو او په شپږو مقدمو کې یې له ضمانت منظورېدو وروسته د مې پر ۲۲مه دکراچۍ له زندانه خوشې کړل شو. د نوموړي هرکلي ته د پي ټي ایم ګڼ پلویان ورغلي ول.
د مې پر ۱۹مه په کراچۍ کې هندوانو د دوی د نجونو د تښتولو او ورسره د جنسي زیاتي کولو د پېښو ضد احتجاجي لاریون کړی دی. احتجاج کونکو ویل چې په سیند صوبه کې د دوی کم عمره نجونې په زور تښتول کېږي، وژل کېږي او مذهب پرې بدلول کېږي. دوی ویلي چې د مې
په کرغزستان کې د پاکستاني زده کوونکو پر وړاندې د تشدد پېښو پر ضد د مې په ۱۸ مه په اسلام اباد کې د کرغزستان کونسلګرۍ مخې ته او په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته زده کوونکو احتجاجي مظاهرې کړې دي.
د ترهګرۍ ضد څانګې (سې ټي ډي) چارواکو د مې پر ۱۶مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته د وینا په مهال دعوه وکړه چې وقار عباس او حسین اکبر په نامه نیول شوی کسان د اهلسنت والجماعت پر دینی عالمانو په بریدونو کې ککړ دي.
په کراچۍ کې د مې پر ۱۲مه د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي او پلویان د چودري په ملاتړ سړکونو ته وروتلي ول. د مظاهرچيانو د منتشرولو لپاره د جنرال پروېز مشرف د پوځي حکومت پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او ډزې یې وکړې.
د شرکت وياند عبدالله حفيظ مشال راډيو ته وويل چې د حاجیانو لپاره ځانګړي پروازونه یې د مې له نهمې پیل کړي دي او پر لومړۍ ورځ له کراچۍ، اسلام اباد او لاهوره په ۱۱ الوتکو کې ۲،۱۶۰ زایرین سعودي عرب ته ورسېدل.
مولانا فضل الرحمان د مې په ۲مه په کراچۍ کې، ولسي سيند اسمبلۍ په نوم جلسې ته په وینا کې تور پورې چې اسمبلیانې د پوځ په خوښه جوړېږي او اوس حالات دې ځای ته رسېدلي دي چې د پوځ په وینا په قانون کې بدلونه کېږي او قوانین جوړېږي.
د بلوچستان په حب سیمه کې د ګډاني په ساحل د ګاډو ځغاستې مقابله وشوه چې پکې د نارینه موټر ځغلوونکیو ترڅنګ ښځینه وو هغو هم برخه واخیسته.
د جرګې مشرانو مشال راډيو ته وویل د ځوانانو د اصلاح، له بدو لارو د هغوی د مخنیوي او د ټولنې مثبت لوري ته د وړلو په موخه یې ځینې پرېکړې کړې دي. دوی وايي، دا ګام یې ځکه پورته کړی دی چې د غلا او شوکو په ځینو پېښو کې د مسید قام د هلکانو نومونه هم مخې ته راغلي دي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د غلاګانو او لوټمارۍ پرضد ولسي احتجاج شوی دی. د اپرېل پر۲۰مه د کراچۍ ښار د کڼو پوليسو تاڼو مخې ته خلکو احتجاج وکړ او له حکومته ېي د امنيټ ټنګښت او غلو پرضد د کوټلو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.
د کراچۍ پولیسو او د ترهګرۍ ضد پولیسو(سي ټي ډي) د اپرېل پر ۲۰مه، د نومونو پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ځینې مشکوک کسان یې نیولي دي او پلټنې یې ورڅخه پيل کړي دي. پولیسو په دې اړه نور مالومات ور نه کړل.
په کراچۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي بريد کې د هغوی يو پاکستانی ساتونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. د کراچۍ پوليس وايي چې د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي د جاپانیانو ګاډی د ښار په لانډي سيمه کې اقتصادي زون ته روان وو چې ځانمرګی بريد او وروسته ډزې ورباندې وشوې
د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو، لسګونه فعالانو، د بشري حقونو کمېشن استازو او د یوشمېر ګوندونو غړو او پلویانو د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ په کراچۍ ښار کې احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده. ویډیويي رپورټ وګورئ.
شاه محمد له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې درزي (خیاط) دی او یوازې افغان دودیزې جامې ګنډي او په ځانګړي ډول کندهارۍ غاړې جوړوي. دی وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو یې کاروبار خراب شوی دی او ګرانۍ یې مالي مشکلات لا زیات کړي دي. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ د اورګاډو په تمځای کېنټ سټیشن کې د هیندوانو ټولنه او د لاهور په لیبرټي مارکیټ کې یو سیک وګړی د روژې په میاشت کې مسلمانانو ته روژه ماتې برابروي. د روژه ماتې تابیان کونکي وایي هره ورځ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ روژه دارو کارګرانو ته خوراک څښاک ورکوي.
وکیله او د کډوالو د مرستې د کمېټۍ مخکښه غړې منیزه کاکړه وايي چې د اپرېل له نیمايي څخه د اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه غیر قانوني ده.
د پاکستان د سيند او پنجاب صوبايې حکومتونو تر راتلونکي وړوکي اختر وروسته يو ځل بيا د افغان کډوالو د ايستلو پلان جوړ کړی او په دې لړ کې یې پوليسو او نورو چارواکو ته لارښوونې هم کړي دي. د کراچۍ په افغان کيمپ کې کډوال وايي، پولیسو یې په وروستیو کې د پیسو لپاره ځورول بيا پيل کړي دي. ویډیويي رپورټ.
ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر دویمه د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو هم د سېنېټ په انتخاباتو کې برخه اخیستې وای خو کمېشن د ځانګړو څوکيو پر سر د جنجال له امله کمېشن هلته ټاکنې وځنډولې او د سېنېټ له پاتې ۳۰ څخه پر ۱۹ څوکیو انتخابات وشول.
د پېښور په حیات اباد کې د تاترې تاڼې د پولیسو یوه افسر د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پيښور او شاوخوا سیمو کې یې د افغان سیټیزن کارډ لرونکو کډوالو د استوګن ځایونو نقشې جوړول او د دوی تفصیلات راغونډول پیل کړي دي.
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې تر دوه کروړه زیات خلک ژوند کوي خو د ښار زیاتره برخو او په تېره بیا پښتون مېشتو سیمو کې خلکو ته د څښاک اوبه نه رسېږي او دوی یا خو په ګرانه بیه اوبه اخلي او یا یې د سمندر تروې اوبه کاروي.
نور وښیئ