د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې اصلي واک د پوځ په لاس کې دی


د مې پر دویمه د جمیعت علمای اسلام (ف) غړي په کراچۍ کې په جلسه کې د ګډون په مهال د خپلو مشرانو ویناوې اوري.
د مې پر دویمه د جمیعت علمای اسلام (ف) غړي په کراچۍ کې په جلسه کې د ګډون په مهال د خپلو مشرانو ویناوې اوري.

د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په پاکستان کې هيڅ جمهوريت نشته او د هغه په خبره پوځ اسمبلۍ جوړوي او ماتوي.

مولانا فضل الرحمان د مې په ۲مه په کراچۍ کې، "سیند ولسي اسمبلۍ" په نوم جلسې ته په وینا کې تور پورې کړچې اسمبلیانې د پوځ په خوښه جوړېږي او اوس حالات دې ځای ته رسېدلي دي چې د پوځ په وینا په قانون کې بدلونونه کېږي او قوانین جوړېږي.

هغه دا تور هم پورې کړ چې د ۲۰۲۴ ز کال د فبرورۍ پر اتمه په ملک کې په ترسره شویو عامو انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

ده وویل، "دا جعلي اسمبلياني دي، يوازي دا نه چې ووټونه غلا شوي دي بلکې د ووټونو پېټۍ بدلې کړل شوې دي. په منظمه توګه اسمبلياني خرڅې شوي دي. له سيند اسمبلۍ واخله تر ايوان صدر پورې سوداګانې شوې دي."

حکومت او پوځ د مولانا فضل الرحمان د دې خبرو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو د ټاکنو کمېشن ویاند نګهت صديقي له مشال راډيو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ویې ويل چې په انتخاباتو کې هيڅ درغلي نه ده شوې.

ده وویل، "تر ټاکنو وروسته د دې لپاره ځانګړي عدالتونه جوړ شوي دي، دوی کولای شي چې خپل شکایتونه هلته یوسي. په دې تورونو کې حقیقت نشته، موږ مخکې هم دا تورونه رد کړي دي. په ټاکنو کې درغلي نه ده شوې."

مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې له پاکستان له ۲۰،۰۰۰ تر ۳۰،۰۰۰ وسلوال د امریکا ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللي ول او اوس هغه وسلوال په پوره قوت سره بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي.

هغه وویل "جنرل باجوه موږ ته وويل چې موږ افغانستان سره پر پوله اغزن تار لګولی دی، په اربونو روپۍ لګښت پرې راغلی دی. اوس پرې څوک افغانستان ته تللای شي او نه دلته راتللای شي، نو بيا له پاکستانه زرګونه وسلوال افغانستان ته څنګه ورسېدل؟، هغه اغزن تار چېرته دی؟ او نن هغه پاکستاني وسلوال ځوانان په ډېر قوت سره بېرته راستانه شوي دي."

مولانا فضل الرحمان وویل، دی د پاکستان له پوځ څخه پوښتنه کوي چې تاسو په پوله موجود واست، اغزن تار وو، نو بيا دومره کسان پاکستان ته بېرته څنګه راغلل؟

مولانا فضل الرحمان دعوه وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې د پرمختیایي کارونو په ټیکو کې ۱۰ فیصده برخه وسلوالو ته ورکول کېږي.

هغه وویل د دې کارونو مخنیوی نه کېږي خو که هغه وسلوال د ولسي خلکو کره په زور ډوډۍ وخوري او یا ترې چای وڅکي نو هغه کسان نیول کېږي او ترهګر بلل کېږي.

د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمان د تازه تورونو په غبرګون کې تر اوسه څه نه دې ويلي خو په تېرو وختونو کې یې ټينګار کړی دی چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په زرګونو سرتېري وژل شوي او د وسلوالو ترمینځ توپيرنه کوي.

دپاکستان دمرکزي حکومت وزيرانو هم تر اوسه د مولانا فضل الرحمان د خبرو په غبرګون کې څه نه دې ويلي.

مشال راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزير عطا تارړ او وزیرانو دریځونه واخلي خو له هغوی سره رابطه ونه شوه.

د مې پر دویمه په کراچۍ کې د جمیعت علمای اسلام (ف) پلویانو په جلسه کې د خپل ګوند بیرغونه اوچت کړي دي
د مې پر دویمه په کراچۍ کې د جمیعت علمای اسلام (ف) پلویانو په جلسه کې د خپل ګوند بیرغونه اوچت کړي دي

دجمیعت علمای اسلام (ف) مشر وویل چې په تېرو وختونو کې د پوځي عملیاتو ملاتړ د هغوی ګوند هیڅکله نه دی کړی او د هغو عملیاتو له وجې لسګونه زره پښتانه په هېواد کې دننه کډوال شول چې تر ننه یې د ژوند چارې ښې شوی نه دي.

پوځ وایي، هغه عملیات یې په سیمه کې د وسلوالو پر ضد کړي چې له وجې په هغو سیمو کې د دوی په وینا، امنیت ټینګ شوی دی.

جلسې ته په سیند کې د ملتپاله ګوندونو اتحاد ګرېنډ ډیموکریټیک الاینس (جي ډي ای) یو مشر صفدر عباسي هم وینا وکړه او ویې ویل چې اسټبلشمنټ تل د پاکستان په سیاست کې لاسوهنه کړې ده.

هغه وویل "په ټول سيند کې په ځېني ځايونو کې ۵۰ فيصده، په ځېني ځايونو کې ۷۰ فيصده او ځېني څوکیو ۱۰۰ فيصده نتېجي بدل شوي دي. ټاکنې له درغلیو ډکې وې او دا کار تل اسټبلمشنټ کوي."

په پاکستان د اسټبلشمنټ اصطلاح د پوځ او نورو امنیتي ادارو لپاره کارول کېږي، خو پوځ په سیاست کې د لاسوهنې تورونه تل رد کړي دي.

د سيند حکومت داطلاعاتو وزير شير جيل انعام مېمن تر جلسې وروسته په یو بیان کې هغه جلسه ناکامه بللې ده او ویلي یې دي چې د ټاکنو په څېر ولس په هغې جلسه کې هم ګډون نه درلود.

میمن ویلي چې جي ډي ای او جمیعت علمای اسلام (ف) په سیند صوبه کې ووټونه نه لري او که له مولانا فضل الرحمان سره درغلي شوې وي نو په خیبر پښتونخوا کې دې احتجاج وکړي.

XS
SM
MD
LG