پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له اصولو سره سم د افغان کډوالو "د خوندي" او "باعزته" ستنولو غوښتنه وکړه او په دې اړه یې له پاکستان سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړی استازی محمد صادق خان په مشرۍ یو پلاوی د همغږۍ ګډې کمېټۍ په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نوموړي له اسلام اباده د "وضعیت د تغیر غوښتنه" وکړه. بیان زیاتوي چې نظاماني متقي ته ډاډ ورکړی چې دا موضوع به د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، د وزیراعظم دفتر د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ویلي: "د ایران حکومت باید سمدستي" په وژنو کې "ککړ کسان ونیسي، هغوی ته سخته سزاورکول باوري کړي او د دې ظالمانه کار تر شا وجوهات په ډاګه کړي."
ټرمپ وویل، دا د "ازادۍ ورځ ده" چې "تل به د امریکا په تاریخ کې د صنعت د بیازېږېدو ورځې په توګه یادېږي، هغه ورځ چې د امریکا مقدر مو بیا واخیست او هغه ورځ چې د امریکا بیا شتمنول مو پیل کړل."
د هند جمنا (یمونا هم بلل کېږي) سیند د هغه هېواد له تر ټولو سپېڅلو رودونو یو دی چې له نوي دلي تېرېږي. له ښار سره نېږدې د هغه سیند مختلفې برخې خورا ناولې دي او د بد بوی له وجې څوک نېږدې نه ورځي. خو په تېرو کلونو کې د فعالانو یوې ډلې یې پاکولو ته ملا وتړله. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
اردو نیوز پر خپله ووبپاڼه د مراد د خواښې عابدې نواز ویډیويي بیان خپور کړی دی چې پکې نوموړې وايي چې د مارچ پر ۲۶مه شپې شاوخوا دوه بجې "پټ مخي" کسان یې کور ته ورغلل، ور یې وټکاوه او زوم ته یې ځانونه د "پولیسو" په توګه وروپېژندل.
زلمی خلیلزاد د مارچ پر ۲۰مه د یرغملیانو په چارو کې د امریکايي ولسمشر د ځانګړي استازي ایډم بویلر په ګډون له یو پلاوي سره یوځای په نااعلان شوي سفر کابل ته ورغی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
هغه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د ننګرهار ولایت لالپورې ولسوالۍ او نورو ځایونو ته کډه شوې دي.
ټاکل شوې وه چې وزیر په وروستۍ قضیه کې تر ضمانت وروسته د سیند د سکر له زندانه خوشې شي ځکه چې د مارچ پر شپږمه په هغه ضلع کې د ترهګرۍ ضد عدالت په بانک کې د علي وزیر د ضمانت پیسو تر دایرولو وروسته د هغه د خوشې کولو امر کړی وو.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید جیو نیوز ټېلېوېژن او نورو رسنیو ته وویل چې له "لومړنیو پلټنو ښکاري" چې دا یو "ځانمرګی برید" وو خو پولیسو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې دي.
په بنګلادېش کې تېر کال د زده کوونکو په مشرۍ تر پاڅون وروسته اوس نوي حکومت د ښوونځيو د نصابي کتابونو بدلول پیل کړي دي او پکې تاریخ په مختلف انداز بیانوي. دې کار د زده کوونکو میندې او پلرونه اندېښمن کړي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
یو داسې وخت وو چې د بلوچستان په ګوادر کې لږ خلک د اب و هوا بدلون په معنا پوهېدل. خو د یوې لسیزې تر شدید موسم وروسته اوس د هغه ساحلي ښار اوسېدونکي مسلسل له وچکالۍ، سېلابونو، توپانونو او د ګرمۍ له څپو سره لاس او ګرېوان دي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د پاکستان د کرکټ بورډ ویلي دي چې روانه میاشت یې د اتلانو جام په نوم د یو ورځنیو سیالیو لپاره د کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ په لوبغالو کې د بیارغونې چارې بشپړې کړې دي. ټاکل شوې چې د پاکستان په کوربه توب هغه سیالۍ د فبرورۍ له ۱۹مې پیل شي. نور د رویټرز اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.
د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې زیات ارزښت لرونکي پلاسټېک بیا کارېږي، خو کم ارزښته پلاسټېک د چاپېریال د ککړتیا سبب کېږي. دا یوه لویه ستونزه ده ځکه چې پلاسټېک په اسانۍ نه ورستېږي او سلګونه کلونه په خاوره کې پاتې کېږي. په اړه یې د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه د دندې لوړه کړې. نوموړي د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې خپلې ډېموکراټې سیالې کاملا هیرېس ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړه. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په هند کې د کومب په نوم لویه دیني مېله پیل شوې چې د فبرورۍ تر ۲۶مې پورې به روانه وي. مېله په پرایاګراج کې په هغه ځای کې کېږي. چارواکي اټکل کوي چې په مېله کې به شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه کسان ګډون وکړي. په دې اړه تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.
له کراچۍ سره نېږدې په یو کلي عبدالله ګوټ کې تر لسیزو پورې ښوونځی نه وو. هلته اوس یو سکول شته، خو چلوونکې او ښوونکې یې وايي چې کور په کور وګرځېدې چې میندې او پلرونه د تعلیم له ارزښته خبر کړي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
چارواکي وايي چې د امریکا د کېلېفورنیا ایالت په لاس اېنجلس کې د جنورۍ له اوومې راهیسې لګېدلي اور تر ۲۲،۰۰۰ اېکړه پورې سیمه سوځولې ده. دوی وايي، د جنورۍ تر ۱۱مې پورې د وژل شویو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
تر دې مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې وه چې په اسلام اباد کې نیول شوي افغان کډوال دې پرته له شرطه خوشې کړل شي او د دوی بندي کول دې پای ته ورسول شي.
نور وښیئ