د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: د طالبانو حکومت یو امریکايي وګړی تر ۲ کلن بند وروسته ازاد کړی دی


له ښي لوري: زلمی خلیلزاد، جارج ګلېزمن او ایډم بویلر د مارچ پر ۲۰مه دوحې ته تر تګ مخکې د کابل په هوايي ډګر کې ولاړ دي.
له ښي لوري: زلمی خلیلزاد، جارج ګلېزمن او ایډم بویلر د مارچ پر ۲۰مه دوحې ته تر تګ مخکې د کابل په هوايي ډګر کې ولاړ دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي دي چې د طالبانو حکومت یو امریکايي وګړی خوشې کړی دی.

زلمی خلیلزاد د مارچ پر ۲۰مه د یرغملیانو په چارو کې د امریکايي ولسمشر د ځانګړي استازي ایډم بویلر په ګډون له یو پلاوي سره یوځای په نااعلان شوي سفر کابل ته ورغی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

نوموړي وروسته پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې وویل: "نن ښه ورځ ده. موږ په کابل کې تر دوه کلن بند وروسته د یو امریکايي وګړي، جارج ګلېزمن، په خوشې کولو بریالي" شوي یو.

خلیلزاد لیکلي، د طالبانو حکومت ولسمشر ډانلډ ټرمپ او امریکايي ولس ته د "ښه نیت له مخې" د ګلېزمن له ازادولو سره موافقه وکړه.

نوموړی زیاتوي چې امریکايي ولسمشر ټرمپ "په بهر کې د بندي امریکایانو خوشې کولو او هېواد ته ستنولو ته لومړیتوب ورکړی دی او دا زما لپاره یو ویاړ دی چې د دې مهمې هڅې برخه یم."

دا په ۲۰۲۱ز کال کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له وتلو او پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کابل ته د لوړپوړو امریکايي چارواکو لومړی سفر وو.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکايي پلاوي او امیر خان متقي د دواړو هېوادونو پر "دوه اړخیزو اړیکو، د بندیانو پر خلاصون او په امریکا کې افغانانو ته د قونصلي خدماتو پر وړاندې کولو" خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر هغې اعلامیې شاوخوا درې ساعته وروسته پر اېکس په بل بیان کې د جارج ګلېزمن ازادول تایید کړل او ویلي یې دي چې هغه یې "د بشر دوستانه اقدام" په توګه او د "ښه نیت له مخې" خوشې کړی دی.

په بیان کې راغلي چې د طالبانو حکومت "د خبرو، تفاهم او ډېپلوماسۍ له لارې د ټولو مسایلو د حل" پر موندلو ټینګار کوي.

بیان وايي، د ګلېزمن خوشې کول د دې ښکارندويي کوي چې د طالبانو حکومت له "ټولو لوریو سره، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره، د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو دی."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې په څېر "فتنه ګرې ډلې ځپل شوې" دي او "له افغانستان څخه هېچا ته خطر نه دی متوجه" چې دا ښيي چې د طالبانو حکومت "د سیمي او نړۍ په ثبات کي مثبت رول لوبولای شي."

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د "متحده عربي اماراتو او قطر" مننه کوي چې د هغوی او امریکا ترمینځ یې د دې رابطې او پرمختګ په برخه کې "اغېزناک" رول ولوباوه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په جنورۍ کې وویل چې واشنګټن ښايي د طالبانو د لوړپوړو مشرانو پر سر انعامونه اعلان کړي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۵مه په بیان کې ویلي ول چې اورېدلي یې دي چې طالبانو تر هغو زیات امریکايي وګړي یرغمل کړي چې په اړه یې په رسنیو کې خبرونه راغلي دي. "که دا ریښتیا وي نو موږ به بې له ځنډه د [طالبانو] د لوړپوړو مشرانو پر سره دومره پیسې اعلان کړو چې ښايي د [اسامه] بن لادن پر سر له اعلان شوي انعامه به هم ډېرې وي."

البته د طالبانو حکومت تر هغې څو ورځې مخکې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبر ورکړی وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه په بیان کې د خوشې کړیو امریکایانو نومونه نه ول په ډاګه کړي خو ویلي یې ول چې د هغوی په بدل کې یې د خان محمد په نوم يو افغان، چې له دوو لسیزو راهیسې په امریکا کې بندي وو، ازاد کړی دی.

نيو يارک ټايمز ورځپاڼې او سي اېن اېن ټېلېوېژن هغه مهال ویلي ول چې طالبانو راین کوربېټ او وېلییم مېککېنټي په ۲۰۲۲ز کال کې نیولي ول چې د بندیانو په تبادله کې یې خوشې کړي دي.

د امریکا حکومت تر دې مخکې دا هم ویلي ول چې جارج ګلېزمن او محمود شاه حبیبي هم د طالبانو په بند کې دي.

البته د ګلېزمن تر خوشې کېدو وروسته د حبیبي برخلیک لا هم څرګند نه دی.

نوموړی د افغانستان تابعيت هم لري او په تېر جمهوري حکومت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وو. خو د طالبانو حکومت د حبیبي نیول او زنداني کول نه تاییدوي.

XS
SM
MD
LG