ګوهر مسید په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو راپورونه جوړوي.
د مارچ پر لومړۍ نېټه چې د قامي اسمبلۍ د تلونکي سپیکر راجا پروېز اشرف په مشرۍ غونډه پیل شوه نو د تحریک انصاف مخکښه مشرانو عمر ایوب خان او ګوهر علي خان ورباندې اعتراض وکړ او و یې ویل چې تر هغو چې د پارلېمان ټول غړي موجود نه وي، د نوي سپیکر انتخاب دې نه کېږي.
د اسلام اباد په ژوبڼ کې له څه مودې راهيسې ځناور د نندارې لپاره نه وړاندې کېږي بلکې هغه ځای اوس د ځناورو د ژغورنې او درملنې په مرکز اوښتی دی. د ژوبڼ انتظاميه وايي چې تر ۳۰۰ زيات ځناور يې ژغورلي او بېرته يې ځنګله ته وړي دي. ويډيو رپورټ
د اسلام اباد های کورټ قاضي محسن اختر کیاني د فبرورۍ پر ۱۳ مه د ورکو بلوڅ زده کوونکو د قضیې اورېدنې پر مهال کاکړ ته د فبرورۍ پر ۱۹مه عدالت ته د حاضرېدو امر وکړ.
د مې پر۲۸ مه د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په مظاهره کې زده کونکو وژل شویود استادانو وژونکو ته د سزا او استادانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
حکومت هغه کمېشن د مې پر ۱۹مه د سپريم کورټ سینیر جج، قاضي فايز عيسا په مشرۍ کې د هغو مبينه غږيزو ټوټو د پلټنو لپاره جوړ کړې وو چې په سوشل میډیا خپرې شوې وې.
د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان د ګرفتارۍ په غبرګون کې په پاکستان کې په قهرجنو مظاهرو کې پر دولتي او شخصي ودانیو حملې وشوې چې تر هغې وروسته د تحریک انصاف ګڼ مخکښه سیاستوالان او سلګونه پلویان نیول شوي دي.
د تحریک انصاف یوشمېر سیاستوالان تر هغې وروسته له ګونده بېل شوي دي چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
د پاکستان په اسلام اباد نړېوال اسلامي پوهنتون کې د افغان زده کوونکو د فراغت غونډه شوې ده. د مې ۲۰مې په غونډه کې شاوخوا ۵۰ زده کوونکو، د هغوی د کورنیو غړو او د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان چارواکو ګډون وکړ. ویډيويي رپورټ.
د اپرېل پر اوومه د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره به کوټلي پوځي عمليات کېږي. وروسته د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي کابینې هم دغه پرېکړه تاييد کړه. مشال راډيو د پاکستان د پارلېمان له ځينو پښتنو غړو په دې اړه د هغوی نظر پوښتلی.
د بېل د مسودې په دويمه ماده کې راغلي چې هره مقدمه، اپیل یا موضوع چې په سپریم کورټ کې دایره شوې وي، په اړه به یې اورېدنې چیف جسټس او ورپسې دوه مشران قاضيان کولای شي او فیصله به د يو قاضي پر ځای د "اکثريت" منل کېږي.
د پاکستان سپریم کورټ د انتخاباتو کمېشن هغه پرېکړه رد کړې چې په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې یې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولي ول. د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ دا پرېکړه نن د اپرېل پر څلورمه واورول .
په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی وايي، تر هغو چې د سږنۍ سرشمېرنې نتیجې نه وي راغلې، په قبایلي ضلعو کې انتخابات ورته د منلو وړ نه دي. له مولانا جمال الدین سره ویډیويي مرکه وګورئ.
هلته د پنجاب نګران حکومت د صوبې په مرکز لاهور کې د "ترهګرۍ" امکان په اړه خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې د ولسي غونډو او جلسو پر مهال د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې په هغه ښار کې امنیتي اقدامات کړي دي.
په لیک کې وزیراعظم ته سپارښتنه شوې چې له انتخاباتي کمېشن سره دې مرسته وشي څو انتخابات ترسره او د د سپريم کورټ پريکړه عملي شي.
د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون د دوکتورا (پي اېچ ډي) او اېم فېل د سطحو زده کوونکي له یوشمېر ورځو راهیسې د پوهنتون تړلو پرضد په احتجاج دي. انتظامیې د فبرورۍ پر ۲۷مه د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو د ډلو ترمینځ تر نښتې وروسته تړلی وو. د پوهنتون مشر له احتجاجیانو سره لیدلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر ویلي دي چې په زندان کې چې څوک هم ورغلي دي ورته یې ویلي چې ټولې هلې ځلې د پاکستان له قانون او ایین سره سمې کوي. نوموړي دا خبره د فبرورۍ پر ۱۵مه د کراچۍ له زندانه تر خوشې کېدو یوه ورځ وروسته له مشال راډیو سره په ځانګړې ویډویي مرکه کې کړې ده.
نور وښیئ