د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان مشران: اسلام اباد کې د جرګې اجازه را نه کړل شوه


جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له امله د رسېدلو زیانونو په اړه په وار وار جرګې او احتجاجونه شوي دي. پخوانی انځور
جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له امله د رسېدلو زیانونو په اړه په وار وار جرګې او احتجاجونه شوي دي. پخوانی انځور

په پوځي عملياتو کې د ويجاړو شويو کورونو د معاوضو د غوښتنې لپاره اسلام اباد ته ورغلي د جنوبي وزیرستان مشران وايي چې د انتظاميې لخوا ورته د جرګې کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د جرګې يوه غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزیب مسيد له نورو قبايلي مشرانو سره يو ځای د جون پر پينځمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې د دې ښار پرېس کلب ته یې د درو ورځو فیس ورکړی وو، خو بیا هم غونډې کولو ته پرې نه ښوول شول.

هغه وويل چې د خبريالانو مرکز انتظاميې ورته اجازه ورکړې وه، خو بیا يې ناڅاپه ورته وويل چې دوی ته ويل شوي چې دغو کسانو ته اجازه مه ورکوئ. البته هغه دا ونه ویل چې پرېس کلب ته دا خبره چا کړې وه. د پرېس کلب مشرانو، د اسلام اباد انتظاميې او امنیتي ادارو لا په دې اړه څه نه دې ويلي.

د ده په وینا، د درې ورځنۍ جرګې هدف د نورو قبايلي سيمو له مشرانو سره د پوځي عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو شتمنیو ته د رسېدلې زیان په اړه سلامشوره او له حکومته خواست کول کوو چې ځپل شویو خلکو ته دې معاوضه ورکړي.

نوموړي زياته کړه " له ۲۰ کلونو راهیسې چې د پوځي عملیاتو له امله زیانونه رسېدلي او حکومت په دې اړه رسماً سروې هم کړې دي او د دې له مخې چې حکومت (خلکو ته) معاوضه ورکول منلي دي، هغه تراوسه موږ ته نه دې ترلاسه شوي چې له کبله يې د خلکو ټولنيز او اقتصادي ژوند تباه شوی دی."

عالمزېب مسيد زیاته کړه چې وروسته یې غوښتل چې له پریس کلب سره نيږدې جرګه وکړي خو د ده په دعوه، هلته هم د ریاستي ادارو لخوا اجازه ورنه کړل شوه.

ده وويل " له موږ سره بیا کومه لاره پاته کېږي. په ریاست واضحه کوو چې موږ نه له تاسو سره جګړې کولو ته راغلي یو او نه هم د ګډوډۍ کوم ماحول غواړو. موږ دې ته راغلي یو چې موږ ته کوم زیان رسېدلی دی، د هغو ازاله وکړئ چې د اندازې سروې يې هم تاسو کړې ده، خو له څو کلونو راهیسې مو پیسې درباندې دي."

په پېښور کې د مسیدو احتجاجي پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول چې له وجې یې د هغې ضلعې ګڼ اوسېدونکي کډوال شوي ول او په نښتو کې یې کورونه او دوکانونه زیانمن شوي ول. د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه چې تر عملیاتو وروسته خلکو ته د ړنګو او زیانمنو کورونو او دوکانونو تاوان ورکوي او د کرنیزو ځمکو په بیا سمسورولو کې ورسره مرسته کوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو پر مهال د بشپړ ويجاړ شوي کور پر سر څلور لکه روپۍ او د جزوي زیانمن شوي کور لپاره یو نيم لک روپۍ معاوضه ورکوي.

د جنوبي وزيرستان ترڅنګ د ګاونډي شمالي وزيرستان په ګډون د شاوخوا ټولو ضلعو اوسېدونکو د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ په عملياتو کې د اوښتو تاوانونو پوره کولو لپاره وخت په وخت مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG