د خيبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو بېلا بېلو سیاسي ګوندونو، د سوداګرو ټولنو، وکیلانو او د مدني ټولنو استازو له حکومته غوښتتنه کړې چې له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې پرانېزي. د مې پر ۲۹مه په پېښور کې د جماعت اسلامي له خوا د "قبایل ال پارټیز کانفرنس" په نامه جوړه شوې غونډه کې دغه غوښتنه وشوه