دا ااونۍ مو په مشال مرکه کې د سوات د «ولسي پاڅون» مشر افتاب خان مېلمه کړی دی. نوموړی له ۲۰۲۲م کال له اګست مياشت راهيسې په سيمه کې د بدامنۍ پرضد د لاريونونو او احتجاجي مظاهرو مشري کوي. نوموړي تېر کال خپلې لوړې زدکړې مکملې کړې خو د نوکرۍ يا د کاروبار پرځای يې د ولسي پاڅون بنسټ کېښود