دا اونۍ مو په مشال مرکه کې سافټوېير انجینر حنیف الرحمن مېلمه کړی دی. نوموړی د دیر دی او د لندن اکسفورډ پوهنتون څخه يې په کمپيوټر انجینرنګ کې لوړي زده کړي ترلاسه کړی دی
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی چترالی سيتار غږوونکی زين الله جان ملنګ دی.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلي خبرې" کې مو دا ځل پر ماشومانو د جنسي تشدد په اړه بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو مخه ولې نه نیول کېږي او په دې لړ کې د ماشومانو پوهاوی څومره اړین دی. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو په تېره بیا په ژوب، لورالايي (بوري)، شېراني او کلا سیف الله کې د وسلوالو څرګندېدل او هغوی ته د ولس د غبرګون بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي. د وسلوالو د فعالیت په اړه په دغو سيمو کې سياسي ګوندونو هړتالونه، مظاهرې او جرګې هم کړې دي.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د ماشومانو د واکسینولو پر اړتیا او ارزښت غږېدلي یو. تاسې به خبر شئ چې واکسین څه ته وايي، په پاکستان او افغانستان کې ماشومان د کومو ناروغیو لپاره واکسینېږي او که واکسین نه شي نو څه خطر پېښوي. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی حيات افغان دی. موده کېږي چې نوموړی له کابله پېښور ته کډه شوی او هلته يې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی دی. افغان وايي دی او کورنۍ يې په پېښور کې خوندي دي. د حيات افغان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو پر ستونزو بحث کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۱مه په مردان کې په یو برید کې دوه نرښځیان ووژل شول.
نن په روغتیا او درملنه کې په ښځو کې د سینې پر سرطان غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اکتوبر میاشت په دې اړه اګهۍ ته ځانګړې کوي. سازمانونه او روغتیاپالان وايي چې په پاکستان او افغانستان کې هر کال په زرګونو ښځې د سینې له سرطانه مري. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور پوهنتون د خبریالۍ یا ژورنالېزم څانګې استاد ډاکتر عرفان اشرف مېلمه کړی او ورسره مو د پښتون ژغورنې غوځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د پښتنو قامي جرګې پر پرېکړو تفصیلي خبرې کړې دي. دی وايي، جرګې پښتنو ته د راتلونکې لپاره تګلاره ټاکلې. بشپړه مرکه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د تاڼې کلي يو پېژندلی رباب غږوونکی ماسټر اظهار دی. نوموړی وايي زده کړه يې له بېلا بېلو استادانو کړې او د خپل محنت په مټ بريالی شوی چې په پښتو رباب کې کلاسيکي رنګ جوت کړي. د ماسټر اظهار خبرې او ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث په بلوچستان کې د مزدورانو، په تېره بیا د سکرو په کانونو کې د کارکوونکو، وژنو ته ځانګړی شوی دی. وسلوالو د اکتوبر پر ۱۰مه شپې ناوخته د هغې صوبې په پښتون مېشته سيمه دوکۍ کې ۲۱ کانکيندونکي ووژل. خو څوک هغه مزدوران وژني؟ د دې او نورو پوښتنو د ځواب لپاره بشپړ بحث وګورئ
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې څېړونکی تیمور خان مېلمه کړی دی. هغه له تېرو اتو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو په مرکز کې د څېړونکي دنده ترسره کوي. تیمور خان د روسیې او اروپايي هېوادونو پر چارو زیاتې څېړنې او لیکنې کړې دي. بشپړه مرکه واورئ.
نور وښیئ