د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات د خوازه خېلې يو ځوان سندرغاړی ناصر رېشم دی. نوموړي د يوشمېر غزلونو ترڅنګ په بېلا بېلو اندازونو ټپې هم ويلې دي. رېشم وايي په ماشوموالي کې ګوزڼ وهلی وو چې له وجې يې په ښۍ پښه معذوره شو. د ناصر رېشم خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.