د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په فاټا کې دې بیا سرشمېرنه وکړل شي'


د قبایلي سیمو د پارلیمان غړو د سرشمېرنې پر ضد د احتجاج اعلان کړی او وايي چې دوی به دا معامله په پارلیمان کې پورته کوي چې په قبایلي سیمو کې دې بیا سرشمېرته وکړل شي او په ټول پاکستان کې دې د قبایلو شمېره د شناختي کارډ په مستقل پته وکړل شي.

په اسلام آباد کې د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر ناصرخان اپرېدي په مشرۍ کېد فاټا ځینې د پارلیمان غړیو غونډه وشوه چې پکې يې د شماریاتو ادارې لخوا د سرشمېرنې رپورټ رد کړو.

پر دې مهال په دېمسله د مشورې لپاره په ۷ ستمبر غونډه راوبللې شوه او فیصله وکړل شوه چې دوی به دا مسله په پارلیمان کې راپورته کوي او له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره به پرې هم خبره کوي چې په قبایلي سیمو کې دې له نوې سره سرشمېرنه وکړل شي.

نن د ګل یا دوشنبې په ورځ له مشال راډیو سره خبرو کې د کرمې ایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي ساجدحسېن توري وویل چې د قبایلي سیمو ابادي له یو کروړه اوښتې او د بې کوره شویو قبایلو سره سره د پاکستان په نورو ښارونو کې هم قبایل مېشت دي. او د شماریاتو ادارې ته یې ویلي وو چې د قبایلو شمېره دې د شناختي کارډ په مستقل پته وکړل شي خو داسې يې ونکړه او دوی په هېڅ ډول دا سرشمېرنه نه مني.

د نوموړي په وینا د دوی اندېښنې اوس دا دي چې په قبایلي سیمو کې کومه سرشمېرنه شوې ده او هغوی کې دوی کومه ۵۰ لکه او یو زر شمېره ښايي دا مکمله سمه نه ده او دا د قبایلو سره زیاتی شوی او د قبایلو یو سازش دی ځکه چې د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په خپل رپورټ کې د فاټا آبادي ۴۸ لکه ښودلې وه دوی هم په هغه شمېره کې دوه لکه نور ورګډ کړي او بس خپل رپورټ يې جوړ کړې.

ګوره چې راروان وخت چې کوم این ایف سي ایوارډ دی که څه لا قبایلو ته نه دې ملاو خو بیا هم هیله دې چې ملاو به شي نو د دې شمېرې له وجې به هغه هم کم شي دغه رنګ که بجټ وي نو هم به په هغې اغېز پرېوځي نو اوس چې کومه غونډه راځي دوی به په هغې کې دا مسله راپورته کوي چې دا سرشمېرنه ورته نه ده منظوره.

مشال راډیو چې په دې اړه د شماریاتو ادارې د یوچارواکي حبیب الله خټک نه پوښتل نو هغه د پارلیمان د غړیو دا تور رد کړو او وویل چې قبایلي مشران دې ورته وښايي چې په کومه سیمه کې يې سرشمېرنه نه ده کړې.

حبیب الله خټک زیاته کړه چې لومړی خو دا خبره ده چې قبایل د پاکستان په هره برخه کې پراته دي نو ځکه يې شمېره دغه راغلې او دا خبره دوی په ډاګه کړې وه چې څوک هم په کوم ځای کې وي نو هم هلته به شمېرل کېږي نو چې کوم قبایل په پېښور کراچۍ لاهور پنډۍ یا په بنو او ډېره اسماعیل خان کې دي هم هلته شمېرل شوي. او بله خبره دا ده چې ټولو پوليټیکل ایجنټانو دوی د خپلو سیمو پحقله د سرشمېرنې د مکمل کېده سرټېفیکېت راکړی چې هر کلي کې سرشمېرنه شوې ده او مکمل شوې ده او بله دا چې په دې سرشمېرنه کې له دوی سره پوځ هم ملګری وو او کور په کور او کوڅه په کوڅه ورسره ګرځېدلي دي او بیا چې کوم کس به سرشمېرنه کوله هغه به ځاي استاز وو نو اوس پوځ خو به دا نه وي کړی چې یوه علاقه به يې پرېښي وي نو دا خبره دوی له ځانه کوي دې کې هېڅ حقیقت نشته او نه دوی سره څه ثبوت شته دی او که وي نو د دوی ادارې ته دې وښايي چې کومه سیمه کې سرشمېرنه نه ده شوې.

بل پلو په پارلیمان کې مخالفو ډلو هم په ۶مه سرشمېرنه کې د سېند او فاټا په سرشمېرنه باندې اندېښنې ښودلي او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر خورشید شاه ویلي چې د قبایلي سیمو ابادي ډېره زیاته ده باید چې دغلته بیا سرشمېرنه وکړل شي.

XS
SM
MD
LG