د پاکستان په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې د طالبانو د واکمنۍ پرضد مظاهرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۵مه پر هغه هېواد د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول. مظاهرچیانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني. اخوا طالبانو د اګست ۱۵مه د "فتحې ورځې" په نوم لمانځلې.