ګڼو عیسویانو او د بشري حقونو فعالانو په پنجاب کې پر کلیساګانو او د مسیحیانو پر کورونو د بلوه ګرو تر حملو وروسته په کراچۍ کې مظاهره کړې ده. د اګست پر ۱۶مه د فیصل اباد په جړاوالا کې پر دوو عیسویانو د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تر تور وروسته پارېدلو خلکو د عیسویانو پر کلیساګانو او کورونو حملې وکړې.