د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکي خرابو لارو، د څښاک د پاکو اوبو، د روغتیايي خدمتونو د کمښت او د ښوونځیو د ودانیو نشتوالي شکایت کوي. دا د خوست په شمال کې منګل مېشته غرییزه ولسوالۍ ده، چې پخوا د امنیتي ګواښونو له کبله پکې د بیار رغونې کارونه نه دي شوي. د نجیب الله الوخېل ويډيويي رپورټ وګورئ.