د خوست په پښتونستان پارک کې د کرکټ ټورنامنټ ترسره شوی دی. دا د ملګرو ملتونو په مالي همکارۍ شوی
د اسټراليا سېډني پوهنتون یو داسې روبوټ جوړ کړی چې د شپون يا پادوان غوندې کار کوي. دا روبوټ څاروي له يو ځایه بل ځای ته بیولی شي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس او د سېډني پوهنتون د مصنوعي زیرکتيا او روبوټ مرکز له ويډيوګانو جوړ راپور وګورئ.
په پاکستان کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي، په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا ډېره شوې ده. د راپورونو له مخې، یوازې د نومبر په میاشت کې د ۶۸ امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان د ترهګرۍ پېښو کې وژل شوي دي.
د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې د رخت يا کپړې رنګولو هنر ژوندی دی، خو په تايلينډ کې په دوديزه بڼه د رخت رنګول له پيړيو راهيسې دوام لري.
په خوست کې له روغتیايي انسټېټیوټونو څخه فارغانو د کار زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده. هغوی دا غوښتنه د ډېسېمبر پر ۱۸مه د محصلینو د فراغت په لمانځغونډه کې وکړه. نویو فارغانو د روغتیا په ډګر کې د ښځو رول اړین وباله. ویډیويي رپورټ.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د خوست په میخانیکي انسټیټيوټ کې د ۱۴ کلنو زدکړو تر بشپړولو وروسته نېږدې ۳۰۰ مسلکي او حرفوي کسان فارغ شول. د دغه انسټیټيوټ فارغان تر ډېره په ښار کې په خپلو مسلکي برخو کې شخصي کاروبارونه پيلول غواړي.
په پېښور پوهنتون کې د ژمنیو ګلانو کلنی نندارتون پیل شوی دی. د پوهنتون مشر بڼوال یا مالیار وايي له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې ګلان نندارې ته ږدي. لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له زيتون (ښوون) څخه د جوړو شويو خوراکي توکو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی چې زياتره توکي له خيبر پښتونخوا څخه ورته راوړل شوي ول.
د هند تر واک لاندې په کشمیر کې هنرمندان په ډېسېمبر کې د عیسویانو اختر (کرېسمېس) لپاره راز، راز، رنګارنګ توکي جوړوي. دا د ځايي هنرمندانو د پیسو ګټلو لویه سرچینه ده. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د پښتنو په ګډون د نړۍ يوشمېر هنرمندانو د هند وتلي طبله غږوونکې ذاکر حسين پر مړینه خپګان ښوولی او هغه ته يې د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې دي. ذاکر حسين د ډېسېمبر پر ۱۶مه مړ شو.
په خوست کې د کتاب لوستلو د دودولو لپاره درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی چې پکې ګڼو کتب پلورونکو کتابونه خرڅلاو ته وایښي دي
حکومت په وار وار ویلي چې په هغه پېښه کې یو شمېر لاس لرونکو ته یې سزاګانې ورکړې دي. په دې اړه تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې وګو
نور وښیئ