د مارچ پر ۱۹مه د طالبانو او پاکستان حکومتي چارواکو تر پرېکړې وروسته پر تورخم وره د مال لېږدوونکو ګاډو تګ راتګ بیا پیل شوی دی. چارواکي وايي، لومړی ناروغانو او بیا د مارچ له ۲۱مې څخه ټولو وګړو ته د سفر اجازه ورکوي. د تورخم ور د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې تړلی وو. ویډیويي رپورټ.
د خوست په "سرګردان چوک" کې د ښار د نورو ټولو ځایونو پرتله زیاته ګڼه ګوڼه وي. دا د ښار مرکزي څلورلاره او کوڅه ده او ښار ته تلونکي کسان که هلته کار لري او که نه خو یو ځل یې لیدو ته ورځي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د فبروري په ۱۷مه د خوست په میخانیکي انسټیټوټ کې د شاملېدو لپاره د دولسمو ټولګیو ۹۵۰ تنه زده کوونکو ازموینه ورکړه.
په خوست کې د لویو او وړو خیاطیو مسوولین وايي چې سږ کال يې کاروبار ښه شوی او د نورو کلونو پرتله ورته ډېر خلک د جامو ګنډلو لپاره ورځي. د خوست اوسېدونکي هم دې ته خوښ دي چې اوسمهال هلته په هر ډیزاین او فرمایش جامې ګنډل کېږي او د پخوا په شان يې د ګنډلو لپاره نورو ځایونو ته نه لېږدوي. ويډيو رپورټ
د لیبیا د بن غازي ښار خلک هم د پښتنو په شان ډوډۍ پخوي. دوی هماغسې تنورونه هم لري چې پکې د غنمو خوندورې او پستې ډوډۍ پخوي چې خلک یې ډېر خوښوي.
ایرانيو چارواکي د هغو ښځینه سندرغاړو په وړاندې سخت اقدامات کوي چې په عامه ځایونو کې د ښځو د سندرو ویلو په اړه د هېواد له بندیزونو څخه سرغړونه کوي. په دې وروستیو اونیو کې، د یو شمیې هنرمندانو د ټولنیزو رسنیو پاڼې بندې شوې دي او نورې بیا امنیتي چارواکو د پوښتنو لپاره نیولي دي. ويډيو رپورټ
د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د حکومتي او ناحکومتي څانګو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د سلګونو ناروغانو وړیا معاینې او درملنه کړې ده. د مارچ پر ۱۴مه په یو ورځني روغتیايي کیمپ کې د ګڼو ناروغانو لابراتواري معاینې هم شوې دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په هند کې ډېری هندوان کونډې ښځې بدمرغه بولي او په اخترونو او د خوشالۍ په نورو مراسمو کې د ګډون اجازه نه لري. د هندوانو د دین او دودونو له مخې، کونډې ښځې باید ټول عمر سپینې جامې واغوندي. البته د اترپردېش ایالت په ورېندوان ښار کې کونډې هم هولي لمانځلی شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په خوست کې یو سوداګریز شرکت له ۱۰۰ بې وزله او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. د مارچ پر ۱۴مه د هغې د مرستو منتظمينو وويل چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه ده، نو دوی خپلو امکاناتو ته په کتو له یو شمېر بې وزله کورنیو سره د دا ډول مرستو پروګرام لري.
په پېښور صدر کې د روژه ماتې لپاره د خوراکونو بازار ګرم دی
د نوښار باباجي په روغتون کې د تېرو څو کلونو راهیسې کډوال مېشت دي
د بلوڅو بیلتون غوښتونکو وسلوالې ډلې لخوا له محاصره شوي اورګاډي یو شمېر خوشي شوي
نور وښیئ