په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژېرنوف مخکې ویلي و چې هېواد یې افغانستان ته ۳۶ ټنه بشري مرستې استوي.
ديبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنيت شوری ته د نومبر پر ۱۷مه نېټه وويل چې د افغانستان له ۳۸ میليونه وګړو څخه ۶۰ فيصده خلک د لوږې له بحران سره مخامخ دي.
د دې وزارت ویاند سعید خوستي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د نومبر پر ۱۷مه د ۱۳مې حوزې په نقاش سیمه کې پر یوه ټونس ډوله موټر شوې او په خبره یې ټپيانو کې میرمنې هم شاملې دي.
د اذربايجان دفاع وزارت د نومبر پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا مرګ ژوبله د نومبر پر ۱۶مه په شوو نښتو کې رامنځته شوې.
بلخوا اروپایي هیوادونه په سیمه کې د کورونا د نوې څپې د مخه نیولو لپاره په ګڼو اقداماتو پورته کولو غور کوي.
د رویترز خبري اژانس د راپورله مخې په دې وروستیو ورځو کې د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر په وړاندې ډېر رالویدلی.
نور وښیئ