د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د شاوخوا ۵۰ مشکوک وسله والو د وژلو ادعا کړې ده. د پوځ د اطلاعاتو څانګې بیګا مشال راډيو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا وسله وال تېر ماښام په شوال او دته خیل سیمو کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي. خو د دته خیل تحصیل ځینې اوسېدونکي وايي چې په دې بمباریو کې ولسي وګړې وژل شوي دي. د شادم خان به نامه یو ځايي اوسېدونکي نن مشال راډیو ته وویل چې دوی د پاکستاني پوځ د بمباریو له کبله پر کډه کېدو مجبوره شوي دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې تېره ورځ د خیبر ایجنسۍ په راج ګال سیمه کې هم په هوايي بمباریو کې د پنځلسو وسله والو د وژلو ادعا کړې وه. وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سولې پر لور په ننۍ خپرونه کې پر دي غږېدلي يو چې د ماشومانو د لوبو ټوپکي تمانچې پر هغوی څومره اغېز کوي او د داسې شيانو سره لوبې کول آيا دوی رښتيا هم په غټ والي کې تشدد خوښولو ته هڅوي.
د پاکستان په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي عثمان کاکړ ویلي، باید په پاکستان کې له پوځ، پولیسو، اېف سي او لېوي ځواکونو پرته نورې شخصې ملېشې، وسله والې ډلې او ټوپکسالاران فعال نه وي. نوموړي دا خبره په سېنېټ کې د هغه تحریک په تړاو وکړه چې د پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر د چارشنبې یا شورو پر ورځ وړاندې کړی وو او پکې له حکومته غوښتنه شوې چې تر بندیز لاندې هغو ډلو مخنیوی دې وکړي چې په نورو نومونو یا د خیر ښېګڼې په پلمه کار کوي. رابعه اکرم خان مالومات راکوي.
يو افغان ساينسپوه محمد تنها د جرمني د فزيکوالو اتحاديې ( ولهلم اوند ایلسي هريوس سټفټنګ) جايزه ګټلې ده. دا جايزه هرکال د نړی هغو ساينسپوهانو او د پي ايچ ډي زدکوونکو ته ورکول کېږي چې په کلني کانفرنس کې خپلي ساينسي څېړنې وړاندي کوي. دا ځل د ايونایزونکو وړانګ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بېګا ماښام په یوه بیان کې ویلي، د وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز تېره ورځ له کابله له ورغلي پلاوي سره په خبرو کې وویل، اسلام اباد به د سولې خبرو په ترځ کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي. نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل. بیان زیاتوي، د افغانستان له خوا په ورغلي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی او د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل شامل ول. له کابله دا چارواکي تر هغه څو ورځې وروسته پاکستان ته ورغلل چې افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د بریدونو په غبرګون پر پاکستان شدید انتقاد وکړ. خو د ښاغلي عزیز او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ له کابله د ورغلي پلاوي تر منځ پرونۍ خبرې به اغېزمنې زبات شي او که نه؟ پر دې موضوع پامیر ساحل په امریکا کې د سیاسي چارو له پوه ډاکتر محمد تقي سره خبرې کړې دي او له هغه یې پوښتنه کړې چې د پاکستان و افغانستان چارواکو تر منځ په اسلام اباد کې پرونیو خبرو ته څنګه ګوري او څه تعبیر یې کوي؟
په پاکستان کې یوه پوځي عدالت د پېښور پر سکول په برید کې ککړو شپږو مشکوکه کسانو ته د مرګ او یوه ته د عمر قید سزا اورولې. تېر ماښام د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) له خوا په خپور شوي بیان کې راغلي تر مقدمې ورو
د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو له نوي مشر ملا اختر منصور سره د وفادارۍ اعلان کړی دی. دا چې د ظواهري دا اعلان د سولې پر بهیر او امنیت څه اغېز لرلای شي په اړه یې پامیر ساحل په کابل کې د شخړې او سولې مرکز له څېړونکي حکمت الله اعظمي خبرې کړې د
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته