د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له ورځپاڼې سره په خبرو کې دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې دغه جګړه ماران د شمال لور ته خوځيدلي دي؟
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د شاوخوا ۵۰ مشکوک وسله والو د وژلو ادعا کړې ده. د پوځ د اطلاعاتو څانګې بیګا مشال راډيو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا وسله وال تېر ماښام په شوال او دته خیل سیمو کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي. خو د دته خیل تحصیل ځینې اوسېدونکي وايي چې په دې بمباریو کې ولسي وګړې وژل شوي دي. د شادم خان به نامه یو ځايي اوسېدونکي نن مشال راډیو ته وویل چې دوی د پاکستاني پوځ د بمباریو له کبله پر کډه کېدو مجبوره شوي دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې تېره ورځ د خیبر ایجنسۍ په راج ګال سیمه کې هم په هوايي بمباریو کې د پنځلسو وسله والو د وژلو ادعا کړې وه. وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سولې پر لور په ننۍ خپرونه کې پر دي غږېدلي يو چې د ماشومانو د لوبو ټوپکي تمانچې پر هغوی څومره اغېز کوي او د داسې شيانو سره لوبې کول آيا دوی رښتيا هم په غټ والي کې تشدد خوښولو ته هڅوي.
د پاکستان په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي عثمان کاکړ ویلي، باید په پاکستان کې له پوځ، پولیسو، اېف سي او لېوي ځواکونو پرته نورې شخصې ملېشې، وسله والې ډلې او ټوپکسالاران فعال نه وي. نوموړي دا خبره په سېنېټ کې د هغه تحریک په تړاو وکړه چې د پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر د چارشنبې یا شورو پر ورځ وړاندې کړی وو او پکې له حکومته غوښتنه شوې چې تر بندیز لاندې هغو ډلو مخنیوی دې وکړي چې په نورو نومونو یا د خیر ښېګڼې په پلمه کار کوي. رابعه اکرم خان مالومات راکوي.
يو افغان ساينسپوه محمد تنها د جرمني د فزيکوالو اتحاديې ( ولهلم اوند ایلسي هريوس سټفټنګ) جايزه ګټلې ده. دا جايزه هرکال د نړی هغو ساينسپوهانو او د پي ايچ ډي زدکوونکو ته ورکول کېږي چې په کلني کانفرنس کې خپلي ساينسي څېړنې وړاندي کوي. دا ځل د ايونایزونکو وړانګ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته