راحيل شريف ویلي په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذکرات يواځينۍ باوري لار ده او هغه ورانکاري چې دا بهیر ګډه وډوي، هغوى د افغانستان او سيمې د سولې و ثبات دښمنان دي
ډاکټر راجولي شاه خټک چې د پښتو اکاډمۍ مشر وو نو په دغه موده کې یې ډیرې ستړې کړې وې چې د نړۍ ټول پښتانه په یوه ګډه املاء متفق کړي.
د پښتو یو وتلې سندرغاړې نغمه وايي، کله چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه ویني نو د خپل وطن شاته پاته ورځ یې ډېره ځوروي. دا وايي، چې د خپل ولس دې کړېدلي حالت په کتو یې پرېکړه وکړه چې دوی ته د خپلې برخې مرسته ورسوي. دې یوه خیریه ټولنه جوړه کړې او پر شتمنو هېوادوالو غږ کوي چې د دې د خیر ښېګړې له ټولنې سره مرستې وکړي. له سندرغاړې نغمې سره د انیسه اجمل مرکه
د افغان طالبانو يو مهم مشر ملا عبدالقيوم ذاکر وايي، په دې خبره کې هېڅ حقيقت نشته چې د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر اختر محمد منصور سره اختلاف لري.
طالبان وايي د حقاني شبکه مشر د مرګ خبرونو کې حقيقت نشته او جلال الدين حقاني ژوندی دی. بلخوا د طالبانو يو مشر ملا قيوم ذاکر وايي د نوي ټاکل شوې مشر ملا منصور ملاتړ کوي.
په تېرو دوه ورځو کې د افغانستان تحريک طالبان په اړه خبرونه ډېر په چټکۍ سره اوړي. لومړی دا خبر خپور شو چې د تحريک طالبان مشر ملا عمر مړ دی. او بیا یو بل خبرو راغلی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په اسلام اباد کې کېدونکې خبرې وځنډول شوې، درېم خبر دا وو چې طالبانو د خپل مشر ملا عمر مړینه کره کړه. خو د دغه خبرونو په منځ کې بیا یو بل مهم خبر دا دی چې په طالبانو کې د اختلافاتو پخوانۍ ګنګوسې او رپوټونه په رښتيا بدل شو. د کوټي شوری یوه غړي ملا حسن رحماني د مشال راديو افغان څانګې له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې د اختر منصور له مشرۍ سره اختلاف و ښود. دغه هره شېبه بدلېدونکو پرمختګونو ډېرې پټې خبرې را څرګندې کړې خو ډيري لا هم پټي پاته دي ډير نا تايد شوي خبرې يې تايد شوې، ډېرې ګنګوسې يې رښتيا کړې خو نورې ګنګوسې يې وزېږولې ډېرې اندېښنې يې لرې کړې خو ډيري نوري يې را پیدا کړې. اوس هم تصوير څه واضحه دی او څه تت دی. مشال رېډيو د خپلو اورېدونکو په ذهنونو کې پرتو سوالونو ته د ځواب ويلو لپاره د يوه ځانګړې بحث پرېکړه وکړه. په دې بحث کې د موضوع ډیر خبر شخصيونه رابلل شوې دي. په دوی کې سميع يوسفزی چې له تير شاوخوا پنځلس کلونو راهيسې د طالبانو چاري څاري او رپورټ کوي او څيړي، په کابل کې د شخړې او مطالعاتو مرکز څېړونکی حکمت الله اعظمي، او د شارجې مذهبي چارو وزارت کې دیني لارښود مفتي ذاکرالله ذاکري
په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ له وجې خوا و شا اته زره سیکان بې کوره کړل شوي دي.
افغان طالبانو ويلي چې د سولې د خبرو اترو ټول صلاحيت د دوی سياسي دفتر لري او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په روانو خبرو اترو کې دوی په جريان کې نه دې ساتل شوي.
افغان طالبانو ويلي چې د سولې د خبرو اترو ټول صلاحيت د دوی سياسي دفتر لري او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په روانو خبرو اترو کې دوی په جريان کې نه دې ساتل شوي. د طالبانو له رسمي ادرسه مشال راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې دا خبره په داسې وخت کې شوې چې يو خوا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر خپور شو او بلخوا ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د پاکستان په مري ښار کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د رسمي خبرو اترو دويم دور تر سره شي. په همدې اړه د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په کابل کې د سياسي چارو له شنونکي پروفېسر نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې تر دې بيان وروسته به په پاکستان کې له طالبانو سره د افغان حکومت خبرې اترې نتيجه ورکړي او کنه؟ نوموړی په ځواب کې وايي.....
افغان چارواکو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې ادعا کړې ده. د نوموړي مړینه نن په کابل کې د افغان امنیتي چارواکو لخوا په یوه غونډه کې تاييد شوه او امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې هغه دوه کاله وړاندې مړ شوی دی.
په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمې خبرې روانې دي نو افغان ځوانان وايي، که چېرې د دوي رول په کې زيات شي نو کېدای شي چې ځینې ځوانان ټوپک وغورځوي.
افغان چارواکو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې ادعا کړې ده. د نوموړي مړینه نن په کابل کې د افغان امنیتي چارواکو لخوا په یوه غونډه کې تاييد شوه او امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې هغه دوه کاله وړاندې مړ شوی دی. د ملا محمد عمر د مړينې خبر په داسې حال کې افشا شوی چې
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته