په امریکا کې مېشت خبریال او شنونکی جهانګیر خټک وايي، ولسمشر ټرمپ د ځینو ایالتونو نتیجې په عدالت کې چېلېنج کړي. نوموړی وايي، که عدالت خپله پرېکړه واوروله نو نوماندان بیا اړکېږي چې د انتخاباتو پایلې ومني. له نوموړي سره فرخنده اسد مرکه کړې.
د واک په دویمه کلیزه کې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو څه نا څه ۷۰ ښځو او نجونو ګډون وکړ.ثنا اعجاز وایي په کوټه کې په دومره شمېر کې پښتنې راټولول یوه لویه خبره ده.
امتياز عالم وايي، هغه ته نه ښکاري چې په دغه سيمه کې به د امريکا په تګلاره کې څه غټ بدلون راشي او د ده په خبره واشګټن به غواړي چې له هندوستان سره خپلې ستراتژيکې ملګرتيا ته دوام ورکړي
په پاکستان کې په زوره د خلکو لادرکه کولو او بيا وروسته د هغوی د وژلو تور د دې هېواد پر امنيتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي خو هغوی دا تورونه رد کړي دي.
د اکتوبر پر ۲۴مه هر کال د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي. سږ کال د دې ورځې ويينه "يوه ورځ، يو کار: د پوليو له منځه وړل" ده.
د نوښار په خویشکو کې د اتوار په ورځ د پښتو ادب او تصوف عالم، څېړنکار، شاعر او لیکوال ډاکټر پروېز مجهور په تعزیتي غونډه کې لیکوالانو د هغه پر ادبي هلو ځلو او پښتو ژبې ته یې پر کړي خدمت رڼا واچوله. له پېښوره د شبیر جان راپور
په مالاکنډ کې د هنر کورپه نوم یوې ادبي ټولنې په بونېر کې د دکانونو نومونه په پښتو ژبه د لیکلو یو کمپېن پېل کړی دې. دا کمپېن د تېر سېېمبر په میاشت کې پېل شوی، او پر ټولنیزو رسنیو د دغو دکانونو ګڼ عکسونه هم خپاره شوي دي.د هنر کور غړي وایي د دغه مهم د پېلولو مقصد یې د خلکو پام خپلې ژبې ته راړول دي.
د بشري حقونو لپاره کارکوونکي وکيل، شبير حسین ګګياڼي د حراستي مرکزونو په اړه په پېښور هایکورټکې درخواست جمع کړی دی.
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) په خپل څېړنيز راپور کې ويلي، په نړۍ کې ۷۹۲ مليونه کسان په ذهني ناروغيو اخته دي.
د پاکستان جوړېدو وروسته د وړو صوبو مشران غداران ورګرځول شول، باچا خان او ولي خان غداره وګرځول شول، عبدالصمد خان اڅکزی غداره وګرځول شو ، دا شان جي اېم سید ، رسول بخش پلېجو،مجیب الرحمان،مولوي عبدالقادر، حسېن شهید سهروردي او فاطمه جناح چې د قاید اعظم خور وه، هغه هم غداره ګرځول شوې وه
له ګڼو اپوزیشن ګوندونو جوړ، د پاکستان جمهوري تحريک د حکومت سرسخته مخالف، مولانا فضل الرحمن د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته