په داسې حال کې چې په پاکستان کې په وروستیو کې د پولیو واکسیني کیمپېن ترسره شو، په اورکزیو کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی. دا په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې د پولیو شپږمه پېښه ده چې څلور یې په خیبر پښتونخوا کې او دوه په سیند کې ثبت شوې دي. تفصیل په رپورټ کې.
د ګوند په حیث د تحریک انصاف مشکلات تر هغې وروسته پیل شول چې کله په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شاملو ګوندونو د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې عمران خان د عدم اعتماد له لارې د وزیراعظمۍ له څوکۍ ګوښه کړ.
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو ملي کمېشن له سیاسي ګوندونو څخه غوښتي دي چې په خپلو انتخاباتي منشورونو کې دې د ماشومانو د حقونو موضوع هم شامله کړي. دا غوښتنه کمېشن د نومبر پر ۲۰مه بېلابېلو ګوندونو ته په استولي لیک کې کړې ده. تفصیل په رپورټ کې.
د پاکستان د دولتي بانک د ووبپاڼې له مخې، هغه هېواد د ۲۰۲۳ز کال تر جون پورې ټول ۱۲۴ اربه ډالر بهرني پورونه لرل چې له چین، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، امریکا او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه اخیستل شوي دي.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې له پښتنو کونډو سره په ټولنه او کورنیو کې څه ډول چلند کېږي او پښتنې کونډې له کومو ستونزو سره مخامخېږي؟
په ملاکنډ کې د ټولنیزو چارو پوه او لیکوال امجد شهزاد له تېرو څو کلونو راهیسې د وسلو د نمایش او د ماشومانو د لوبو د ټوپکو او تفنګچو پر ضد کیمپېن کوي. نوموړی وايي، له یو لوري د ناامنۍ پېښې کېږي او له بل پلوه په ټولنه کې د وسلو په ساتلو کې بې احتیاطۍ تشدد زیات کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د اطلاعاتو سېکرټر مولانا عبدالجلیل جان د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې دوی لا له وړاندې د امنیت په اړه خپلې اندېښنې له نګران حکومت سره شریکې کړې دي.
په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوال وايي چې پر څه باندې نهه کلونو تېرېدو سربېره یې حکومت لا هم خپلو کلیو ته نه ستنوي. هغه خلک په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال افغانستان ته کډه شوي ول چې څه باندې ۹،۰۰۰ کورنۍ یې لا هم په خوست او پکتیکا کې مېشتې دي. نور په رپورټ کې.
د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان چارواکو له هېواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ او په همدې حال کې په بلوچستان او سیند کې سلګونه افغانان نیول شوي دي او د خیبر پښتونخوا چارواکو ګڼې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته لېږدولې دي.
د پاکستان حکومت د اکتوبر پر درېيمه په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته امر وکړ چې د میاشتې تر پای پورې دې په خپله خوښه ووځي، که نه تر هغې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې بې اسناده بهرنیان په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د پاکستان مسلم ليګ (نواز) رهبر نواز شريف هېواد ته د ستنېدو تر شا لاملونه بحث شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د کرنې ادارې د باجوړ، مومندو، خیبر او تورغر ضلعو په هغو مرکزونو کې د کروندګرو روزنه پیل شوې چې د امریکا او ملګرو ملتونو په مالي لګښت جوړ شوي دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته