دارو خان اڅکزي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، دواړه هېوادونه د یو بل لپاره د تجارت تر ټولو ښه بازارونه دي خو حکومتونه یې دې خبرې ته په سنجیدګۍ پام نه کوي. خان جان الکوزی وايي، د پولې تر تړل کېدو مخکې به هره ورځ پر تورخم له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې مال وړونکو ګاډو تګ راتګ کاوه.
د سېپټېمبر پر شپږمه په چترال کې پر امنیتي پوستو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر برید وروسته د سیمې اوسېدونکي د امنیت په اړه اندېښنې لري.
تاسې به د هغې چرګې کیسه اورېدلې وي چې د سرو زرو هګۍ یې اچولې. په برازیل کې د ژاکو نومي مرغه چې ځنګلي یا صحرايي چرګ ته ورته دی، د سرو زرو هګۍ نه اچوي خو د کافي په پیداوار کې دومره مهم رول لوبوي چې له کبله یې هغه ځانګړې کافي یو کېلوګرام په برازیل کې په ۲۲۹ امریکايي ډالرو خرڅېږي.
د تعليم نړيوالې مبارزې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور تورپېکۍ يوسفزۍ وايي چې افغانستان بايد له نړۍ سره يو ځای رفتار وکړي. نوموړې دا خبره د سېپټېمبر پر ۱۱مه مهال مشال راډيو ته وکړه.
د تعليم نړيوالې مبارزې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلو تګلارو له لارې ښځې نابوده کول غواړي. نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۱۱مه مهال مشال راډيو ته وکړه.
د خيبر ضلعې یو انتظامي مشر ارشاد مومند چې د هغې ضلعې د شخړو د هواري شورا مشر هم دی، د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دا کمېټۍ په اصل کې یو ډول هم هغه جرګې او مشران دي چې له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې یې په قبایلي ضلعو کې شخړې هوارولې خو اوس یې یوازې نوم بدل شوی.
د داعش خراسان څانګې د باجوړ د ځانمرګي بريد پر دويمه ورځ په پښتو ژبه یو وړوکی کتاب خپور کړ چې ۹۲ پاڼې لري او پکې یې پر جمعيت علمای اسلام نيوکې کړې دي. په کتاب کې ليکل شوي چې د باجوړ بريد د هغو ګوندونو او سازمانونو د "مايوسۍ او سزا" ورکولو لپاره د يو تاکتيک په توګه پلان شوی وو
دا په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې اوومه سرشمېرنه وه او د هېواد په تاریخ کې لومړۍ برېښنايي (ډېجیټل) مردم شماري وه چې د ۲۰۲۳ز کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۲۲مې پورې روانه وه.
د پښتنو نجونو او ښځو ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د هغو ښځو پر ژوند غږېدلي یو چې د کورنۍ سړي یې د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د پښتنو په يوشمېر سيمو کې د جهېز يا داج دود اوس هم پر ځای دی چې کبله يې ځينې نجونې له واده پاتې شي. دا چې دا دود کومې ستونزې زېږوي، عاصمه ګل يې په اړه ځانګړی راپور لري.
د نوې سرشمیرنې د منظورۍ لپاره د مشترکه مفاداتو د کونسل غونډه د اګست پر ۵مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ کې کېږي.
په وژل شویو کې ۱۱ کلن ابو ذر هم وو چې د یوې بې وزله کورنۍ غړی وو. د نوموړي پلار جاوېد خان او تره منور خان د کوز دیر په تېمرګره کې پر یوه لاسګاډي (رېړه) وچه مېوه خرڅوي. ابو ذر هم د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره پاپړ (پپړ)، چېپس او ایسکریم خرڅول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته