په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت بندیز ۱،۰۰۰ ورځې پوره شوې دي، ۲۱ کلنه منیزه تالاش د برېکډانسېنګ په نوم د ځانګړې نڅا په سیالیو کې د ګډون تیاری کوي. هغه به پاریس کې په اولمپېک سیالیو کې د کډوالو په لوبډله کې شامله وي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.